ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د دوو کورنیو ترمنځ له ۱۳ کلنۍ دښمنۍ وروسته روغه وشوه

16 Nov 2022 - 17:01
16 Nov 2022 - 17:01

کندهار (پژواک، ۲۵ لړم ۱۴۰۱): په کندهار کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني – چې شاوخوا ۱۳ کاله مخکې د ځمکې پر سر را ولاړه شوې وه او له دواړو لورو په کې ۶ کسان وژل شوي وو – پای ته ورسېده.

د «رستم خان او ولي محمد خان» په نومونو د پوپلزي قوم دغه دواړه کورنۍ د کندهار ښار د ۷مې ناحیې په صوف سیمه کې استوګن دي چې د صوف په خانانو هم مشهور دي.

د یادو دواړو کورنیو ترمنځ نن (چهار شنبه) د کندهار د پخواني والي روح‌الله خانزاده، د ولایتي شورا پخواني رییس سید جان خاکرېزوال، د کندهار د استخباراتو رییس مولوي عبدالرشید منیب او نورو قومي مشرانو او دیني عالمانو له خوا منځګړتوب وشو او ترمنځ یې یې روغه وشوه.

د کندهار پخواني والي روح‌الله خانزاده وویل، له ډېرې مودې راهیسې په دې هڅه کې و چې د یادو دواړو کورنیو ترمنځ راپورته شوې ستونزه حل کړي.

هغه زیاته کړه: «کله چې زه په پارلمان کې وم، له هغه وخته ما هڅې کولې، بیا زما د ولایت په وخت کې هم ما هڅې وکړې، خو بالاخره اوس زه او نور قومي مشران او دیني عالمان په دې وتوانېدو چې دغه مشکل حل کړو.»

دغه‌راز یوه بل قومي مشر حاجي سردار محمد هم وویل، جرګې او مرکې د افغانانو پخوانی دود دی او دوی هم د دغو دوو کورنیو ترمنځ روغه وکړه.

ده زیاته کړه، یادو دواړو کورنیو د قومي مشرانو او دیني عالمانو جرګې ته خپل اختیار ورکړ او دوی یې تر سلا مشورو وروسته ترمنځ سوله وکړه.

د ولي محمد خان د کورنۍ غړي بشیر احمد بشرمل وویل، له ټولو هغه کسانو مننه کوي چې د دوی ترمنځ یې روغه جوړه کړې ده.

ده زیاته کړه: «زه واقعا نن دومره خوښ یم لکه نوی ژوند چې پيلوم، موږ به نور هیڅ کله دښمني و نه پالو او د پخوا په شان دوستانه ژوند کوو.»

دغه‌راز د رستم خان د کورنۍ غړي شفیع‌الله هم وویل، د افغانانو ترمنځ کله کله داسې ستونزې راځي خو ښه خبره دا ده چې ژر حل شي، څو یو بل ته زیان و نه رسوي.

ده وویل: «موږ د دښمنۍ په جریان کې رښتیا هم په خپل ژوند نه پوهېدلو، خو اوس یوه نوې خوشحالي زموږ کورنیو ته راغله، موږ به په ډاډه زړه خپل ژوند او کاروبار کوو او ماشومان به مو خپلو زده‌کړو ته بې‌غمه ځي.»

د کندهار پخوانی والي روح‌الله خانزاده او نور قومي مشران او دیني عالمان وايي، هڅې یې پیل کړې څو په ورته توګه د نورو هغو قومونو ترمنځ هم سوله وکړي چې خپلمنځي دښمنۍ لري.

Views: 430

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version