Pajhwok Afghan News

کاناډا له پاکستانه ۳۲۴ نور افغانان لېږدولي

کابل (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۱): د کاناډا د کډوالو چارو وزارت وايي، له پاکستانه یې ۳۲۴ نور افغانان تېره ورځ په یوې چارټر شوې الوتکه کې کاناډا ته لېږدولي دي.

دغه څرګندونې د کاناډا د کډوالو چارو وزیر سین فریسر (Sean Fraser) تېره ورځ پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلې دي.

دی وايي: «نن (د لړم ۲۵مه) یوې بلې چارټر شوې الوتکې له پاکستانه ۳۲۴ افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول.»

هغه زیاته کړې چې په دغه هېواد کې له یاد شمېر کډوالو سره، د افغان کډوالو ټولیز شمېر شاوخوا ۲۴ زره کسانو ته ورسېد.

سین فریسر دا هم ویلي چې تر دې دمه دوی یوازې له پاکستان څخه کاناډا ته ١٩ ځانګړې الوتنې ترسره کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم، له پاکستانه افغانان په چارټر شوو الوتکو کې کاناډا ته لېږدول شوي او د کاناډا حکومت په خپل هېواد کې لږ تر لږه د ۴۰ زره افغانانو د مېشتولو ژمنه کړې ده.

Views: 130

Exit mobile version