ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه راتلونکی میلادي کال له ۲۸ میلیون افغانانو سره بشري مرستې کوي

18 Nov 2022 - 00:58
18 Nov 2022 - 00:58

اټلانټا (پژواک، ۲۶ لړم ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) مشرې ویلي چې راتلونکی کال به له ۲۸ میلیون افغانانو سره مرستې وکړي.

په کابل کې د یوناما دفتر له خوا د لړم په ۲۶مه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د ملګرو ملتونو د دوو ادارو (یو‌اېن‌اېف‌پي‌ای او یونیسف) له استازو سره کندهار ته ولایت ته سفر وکړ.

سرچینې زیاته کړې، د دغه سفر پر مهال دوی د کندهار له ځایي چارواکو، علماوو شورا او سوداګرۍ خونې له استازو سره د خلکو پر اړتیاوو، د نجونو پر تعلیم، د ښځو پر اقتصادي پیاوړتیا او له سوداګریزې ټولنې سره د همکاریو او د بېلابېلو زمینو پر برابرولو خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنو کتنو کې معلومه شوه چې اوس هم د خلکو د اړتیا کچه لوړه ده او د هغوی د ژوند خوندیتوب په موخه باید ېېړنۍ مرستې ورسره وشي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version