ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د سپین بولدک – چمن ترمنځ لاره به سبا په عادي ډول خلاصه شي

20 Nov 2022 - 17:48
20 Nov 2022 - 17:48

کندهار (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۱): د سپین بولدک – چمن ترمنځ لار یوه اونۍ کېږي چې تړل شوې خو چارواکي وایي، سر له سبا دوشنبې څخه به دغه لار د مسافرو او سوداګرۍ پر مخ په عادي ډول خلاصه شي.

دغه لار تېره یکشنبه د سپین بولدک او چمن ترمنځ پر دروازه پر پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله بنده شوې وه.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید نن (یکشنبه) پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغان او پاکستاني چارواکو له پرله‌پسې خبرو وروسته پرېکړه شوې چې د سپین بولدک او چمن ترمنځ لار به سبا دوشنبه په عادي ډول خلاصه شي.

هغه زیاته کړه، د دغې لارې د خلاصولو لپاره هیڅ کوم قید او شرط نه دی ایښودل شوی او د پخوا په څېر به په عادي ډول د مسافرو او سوداګریزو مالونو پرمخ پرانیستې وي.

ده وویل: «اوس خو مشرانو خبرې ورسره کړې دي او فیصله شوې ده چې لاره به په عادي ډول بې له کومه شرطه خلاصه وي، خو د دوی (پاکستانیانو) خبره په باور نه ده چې پر خپله خبره به دوامداره ودرېږي که نه.»

بلخوا، د چمن ډيپټي کمېشنر عبدالحمید زهري هم نن رسنیو ته ویلي چې د سپین بولدک – چمن ترمنځ دروازه د افغان او پاکستاني چارواکو تر څو ځله ناستو وروسته د دوشنبې په ورځ پرانیستل کېږي.

د هغه په خبره، په دې ناستو کې افغان لوري پر هغې پېښې ژوره خواشیني ښودلې چې تېره یکشنبه رامنځ ته شوه او په ترڅ کې یې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي وو.

هغه وایي، افغان چارواکو ژمنه ورسره کړې چې د دغې پېښې عامل کس به پیدا کوي او سخته سزا به ورکوي.

نوموړی وایي: «له څو ناستو وروسته ځينې مشروطې فیصلې وشوې چې دروازه به د مسافرو او سوداګرو پر مخ خلاصېږي او بیا به هڅه کېږي چې د داسې پېښو مخه ونیول شي.»

که څه هم د چمن ډيپټي کمېشنر په خپلو خبرو کې ویلي چې مشروطې پرېکړې شوې، خو د کندهار ولایتي چارواکي بیا وایي، د دروازې د خلاصولو لپاره هیڅ ډول شرط نه دی ایښودل شوی.

پر دغه لار تلونکي او راتلونکي کسان هم خوښ دي چې لاره خلاصېږي، خو ټينګار کوي چې دغه لار باید هیڅکله د مسافرو او سوداګرو پرمخ ونه تړل شي.

د سپین بولدک اوسېدونکی جمعه جان په دې اړه وایي: «موږ خو ډېر خوشحاله یو چې دغه لاره خلاصېږي، د دې لارې د بندېدو سره ټول کاروبار ولاړ وو، کله چې داسې پېښې کېږي، هغه باید د دواړو حکومتونو له خوا حل شي او لاره باید بنده نه شي، دا خو ټوله تاوان د عوامو دی.»

د کندهار یو سوداګر حاجي ګل‌محمد هم وایي، دغه لار باید د سیاست قرباني نه شي او هیڅکله باید د ټرانزیټ او مسافرو پر مخ ونه تړل شي.

هغه زیاته کړه: «هر کله چې دلته پر دروازه یو جنجال جوړ شي، پاکستانیان دروازه بنده کړي، نو په دې کې د خلکو ګناه څه ده؟ جنجال خپله سره حل کړئ، خو چې هر حکومت د عوامو په غم کې وي، هغه هیڅکله دروازه نه بندوي، نه خلک او نه تجاران تاوانیان کوي.»

له دې وړاندې ډېر ځله نور هم د سپین بولدک او چمن ترمنځ لاره د دواړو لورو د شخړو له امله تړل شوې ده.

دا مهال پر دغه دروازه د کندهار پر تذکره او د چمن پر پاکستاني شناختي کارډ خلک تګ راتګ کولای شي.

Views: 160

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version