ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عامې روغتیا وزارت ته ۱۲۵ امبولانسونه وسپارل شول

عامې روغتیا وزارت ته ۱۲۵ امبولانسونه وسپارل شول

author avatar
23 Nov 2022 - 15:15
عامې روغتیا وزارت ته ۱۲۵ امبولانسونه وسپارل شول
author avatar
23 Nov 2022 - 15:15

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د چارو ادارې له لوري د ٦،٤ میلیون ډالرو په لګښت پېرل شوي ١٢٥ امبولانسونه د عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شول.

د یادو امبولانسونو د سپارلو په تړاو جوړې شوې غونډې ته د ملي تدارکاتو ادارې سرپرست شیخ عبدالرحیم رحیمي وویل چې دغه امبولانسونه د عامې روغتیا وزارت په غوښتنه پېرل شوي دي.

هغه زیاته کړه، دغه ۱۲۵ امبولانسونه د چارو ادارې د ملي تدارکاتو ریاست له لوري د ٦،٤ ميليون ډالرو په لګښت له ازبکستان هېواد څخه پېرل شوي دي.

نوموړی وایي، له دې مخکې عامې روغتیا وزارت په مرکز او ولایتونو کې د امبولانسونو له کمښت سره مخ و او له دې سره به دغه ستونزه هواره شي.

رحیمي وویل چې د دغو امبولانسونو د اسنادو او ګمرک پروسه بشپړه شوې او نن د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شول، څو په مرکز او ولایتونو کې ترې استفاده وکړي.

په یاده غونډه کې د چارو ادارې لوی رییس نورالحق انور وویل چې په داسې شرایطو کې د امبولانسونو پېرل د حکومت لپاره یوه لاسته‌راوړنه ده.

هغه وایي، له دغو امبولانسونو سره به د هېواد د لرو سیمو خلکو ته اسانتیاوې برابرې او یو څه ستونزې به یې حل شي.

نوموړي له عامې روغتیا وزارت څخه غوښتنه وکړه، دغه امبولانسونه دې هغو سیمو ته ولېږدوي چې خلک يې ورته ډېره اړتيا لري.

همدارنګه، په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد‌اسحاق صاحبزاده عاصم وویل چې د امبولانسونو په برخه کې ستونزې ډېرې وې خو اوس به حل شي.

هغه زیاته کړه، د دغو امبولانسونو قرارداد د تدارکاتو ملي ادارې له لوري له ازبکستان هېواد سره شوی و چې پیسې یې د حکومت له بودجې ورکړل شوې دي.

عاصم وایي، له اقتصادي ستونزو سره سره بیا هم، د عامې روغتیا وزارت هڅه کړې چې د هېواد ټولو روغتونونو ته وسایل او تجهیزات برابر کړي.

Views: 51

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.