ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څلورو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه

څلورو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
23 Nov 2022 - 17:10
څلورو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
23 Nov 2022 - 17:10

کابل (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱): په غزني، کونړ او لغمان ولایتونو کې له څه باندې ۹۵۰۰ اړو کورنيو سره د نغدو پيسو او په کندهار کې له ۵۸۸ کورنيو سره د چرګانو، د هغو د خوراک او ساتنې د وسایلو مرسته وشوه.

د غزني په مرکز کې له ۷۳۰۰  او په خواجه عمري او خوګیاڼو ولسوالیو کې بیا له ۴۷۸ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رئیس مولوي محمدعمر حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري په غزني ښار کې له ۷ زره ۳۰۰ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

هغه زیاته کړه، دغه اړې کورنۍ د یوې رڼې سروې په پایله کې په نښه شوې وې چې هرې یوې ته ۴۳۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

دی وايي، په ورته ډول د دغه ولایت په خواجه عمري او خوګیاڼو ولسوالیو کې هم له ۴۷۸ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۱۷۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.

د ده په خبره، دغه کورنۍ به د ترلاسه شوې مرستې په وسیله وکړای شي تر یو وخته خپلې اړتیاوې پوره کړي.

دغه‌راز د کونړ د کډوالو چارو رئیس امان‌الله پژواک اژانس ته وویل، نن د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا د دغه ولایت په مرکز اسعدآباد کې د ټولو ولسوالیو له ۱۰۷۴ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

ده وویل، د یادو کورنیو د انتخاب لپاره پخوا سروې شوې وه او هرې کورنۍ ته ۷۰۰ امریکايي ډالر ورکړل شول.

د یو بل خبر له مخې، د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، نن د دوی له خوا د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر ۷۳۹ اړو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.

د لغمان د کډوالو چارو رییس مولوي غلام‌رحمن بلال پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا نن د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو له ۷۳۹ اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

ده زیاته کړه چې هرې کورنۍ ته ۷۰۰ امریکايي ډالر ورکړل شول.

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان/FAO  له لوري د کندهار ښار د ۱۵ ناحیو له ۵۸۸ بېوزلو او اړو کورنیو سره د چرګانو، د هغو د خوراک او ساتنې د وسایلو مرسته وشوه.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمر محمد حامد د دغه توکو د وېش پر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، هرې کورنۍ ته ۳۰ چرګان، درې بورۍ د چرګانو دانه او د ساتنې نور وسایل ورکړل شول.

دی زیاتوي، دا هغه بېوزلې کورنۍ دي چې سرپرست نه لري او یا هم له اقتصادي اړخه ډېرې لوېدلې دي.

د ده په خبره، د شوې مرستې له لارې به دغه کورنۍ وکړای شي ځانونو ته نفقه برابره کړي.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.