ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بانک د افغانیو ثبات لپاره په روان کال کې څه باندې ۴۷۹ میلیون ډالر لیلام کړي دي

29 Nov 2022 - 14:34
29 Nov 2022 - 14:34

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان بانک د روان ۱۴۰۱ لمریز کال له پيله تر اوسه د افغانیو د ارزښت ساتلو په موخه، ۴۷۹،۵ میلیون ډالر لیلام کړي دي.

اړوند مسوولین وايي، د «اسلامي امارت» له راتګ وروسته د افغانستان بانک توانېدلی چې د اسعارو د لیلام او نورو ابزارو په کارولو سره د افغانیو ارزښت وساتي.

بلخوا بیا، د اقتصادي چارو شنونکي وايي، په بازار کې د ډالرو لیلام په لنډ مهال کې د افغانیو ارزښت ساتلی، خو د اوږدمهالي ثبات لپاره یې منظم پولي او مالي سیاست ته اړتیا ده.

د افغانستان بانک په ټویټرپاڼه کې د خپرو شوو معلوماتو له مخې، دغه بانک د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې ۳۹ ځله ټولټال ۴۷۹،۵ میلیون ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي دي.

یاد بانک د ۱۴۰۱ لمریز کال په وري میاشت کې ۶۲ میلیونه، په غويي میاشت کې ۶۱ میلیونه، په غبرګولي میاشت کې ۴۸،۵ میلیونه، په چنګاښ میاشت کې ۷۱ میلیونه، په زمري میاشت کې ۳۶ میلیونه، په وږي میاشت کې ۴۷ میلیونه، په تلې میاشت کې ۴۲ میلیونه، په لړم میاشت کې ۷۸ میلیونه او د روانې لېندۍ میاشتې په لومړیو اتو ورځو کې ۳۴ میلیونه ډالر لیلام کړي دي.

د افغانستان بانک مرستیال ویاند حسیب‌الله نوري په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، له هغه وروسته چې «اسلامي امارت» راغلی، دغه بانک توانېدلی چې د اسعارو د لیلام او نورو ابزارو په کارولو سره د افغانیو ارزښت وساتي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان بانک د معقولو پولي سیاستونو په نظر کې نیولو سره د اړتیا پر مهال اسعار لیلاموي او کافي امکانات لري څو د اسعارو په مقابل کې د افغانیو د حادو نوسانونو/ بدلونونو مخنیوی وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي هم وایي چې په بازار کې د ډالرو لیلام د افغانۍ ارزښت په لنډ مهال کې ثابت ساتلی، خو د دې لپاره چې د افغانۍ ارزښت په دوامداره توګه ثابت پاتې شي، افغانستان باید له وارداتي څخه پر صادراتي هېواد بدل شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا ملاخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، ګاونډیو هېوادونو په تېره ایران او پاکستان ته د ډالرو قاچاق د هېواد په بازارونو کې د ډالر د کمښت لامل کېږي او دا چاره د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت کمولای شي.

نوموړی زیاتوي: «په اوسنيو شرایطو کې یوازینۍ موثره او ګټوره لار په مارکېټ کې د ډالرو لیلام دی چې د افغانۍ ارزښت یې د ډالر په مقابل کې ثابت ساتلی او په مارکېټ کې یې د توکو پر بیو هم اغېز کړی دی.»

خو دی ټينګار کوي چې په دوامداره توګه د افغانیو ارزښت ثابت ساتلو لپاره، افغانستان باید له وارداتي هېواد څخه پر صادراتي هېواد بدل شي.

د هغه په خبره، تر هغه چې د افغانستان صادرات ډېر نه شي، د سوداګرۍ بیلانس حد اقل ته و نه رسېږي، د هېواد دننه پانګونه و نه شي، د افغانیو د ارزښت ساتل په دوامدار ډول ستونزمن کار دی.

د نوموړي په اند، په ټوله کې د حکومت سیاستونه باید داسې عیار شي چې په هېواد کې له تولید او پانګونې ډېر ملاتړ وشي او ډېر پام د افغانستان صادراتو ته وشي.

په کابل کې د استقلال خصوصي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد بهمن یوسفي هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان بانک له لوري د ډالرو لیلام په لنډمهاله توګه ګټور خو په اوږدمهال ډول ګټور نه دی.

دی ټینګار کوي چې یاد بانک باید لنډ مهاله او اوږد مهاله منظم پولي او مالي سیاست جوړ کړي او د صادراتو او وارداتو بیلانس یو شان وساتي.

هغه زیاته کړه، په ځینو سرحدي ولایتونو کې پر ایراني تومان او پاکستانۍ کلدارو راکړې ورکړې هم د افغانۍ ارزښت ته زیان اړولی دی؛ حکومت باید د دغه کار مخنیوی وکړي.

د اقتصادي چارو پوه قیس محمدي بیا په دې نظر دی چې په بازار کې د ډالرو د لیلام ترڅنګ، له افغانستان سره د نړۍوالې ټولنې بشري مرستو هم د افغانیو په ثبات کې رول درلودلی دی.

د پژواک یوه خپاره شوي راپور له مخې، له افغانستان سره په تېرو نږدې ۱۲ میاشتو کې د بشري مرستو په ۴۷ کڅوړو کې څه باندې یو نیم میلیارد امریکایي ډالر نغدي مرسته شوې ده.

د محمدي په وینا، په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت له راتګ سره د ډالر پر وړاندې د افغانۍ بیه کمه شوه او ورسره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې چې خلک یې ډېر اندېښمن کړل، خو همدا مرستې وې چې افغانۍ ورسره بیا ثبات پیدا کړ.

د راپورونو له مخې، د تېر کال زمري میاشتې په ۹مه، په هېواد کې له سیاسي بدلون مخکې یو امریکایي ډالر په ۷۹.۷۰ افغانۍ و، خو له بدلون وروسته د همدغه کال د لېندۍ میاشتې په ۲۲مه، یو امریکايي ډالر تر ۱۳۰ افغانیو لوړ شو.

خو لږ وروسته د افغانیو ارزښت یو څه لوړ شو او د سلواغې تر ۱۱مې، د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۱۰۲ افغانیو ته راټیټه شوه او نن د لېندۍ په ۸مه د یوه امریکایي ډالر د پېر ارزښت ۸۸.۸۰ افغانۍ ده.

Views: 217

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version