ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره نغدي او د بېلابېلو توکو او وسایلو مرسته وشوه

10 Dec 2022 - 17:24
10 Dec 2022 - 17:24

پژواک (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): په ميدان وردګو او اروزګان کې له ۲۶۴۲ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو، زابل او فراه کې له ۱۶۵۹ کورنيو سره د نغدو پيسو، فراه کې له ۵۸۸ بېوزلو ښځو سره د هګيو چرګو او کابل کې له ۱۰۰ اړو کورنيو سره د لمريزې برېښنا تختو مرسته وشوه.

د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، نن د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP)  له خوا د دغه ولایت په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې له دوه زره ۱۹۲ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوه.

سرچینه وایي، هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۳.۶۵ ليټره غوړي، ۱۸.۷۵ کیلوګرامه دال او ۱،۵ کیلوګرامه مالګه ورکړل شوه.

همدارنګه، د اروزګان د سرې میاشتې ریاست له لوري له ۴۵۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version