ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برېښنا شرکت: د برېښنا پرچاوي ازبکستان کې د تخنیکي ستونزو له امله ډېره شوې ده

13 Dec 2022 - 08:52
13 Dec 2022 - 08:52

اټلانټا (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د برېښنا شرکت وایي چې ازبکستان په دغه هېواد کې د برېښنا تولیدي شبکو کې د ستونزو له امله له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا نه ورکوي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت‌الله میوندي برېښنا کې د ستونزې په اړه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې په دې وروستیو شپو کې د برېښنا وضعیت غیر نورمال دی.

هغه زیاته کړې چې د دې ستونزې یوازېنی لامل د ازبکستاني مسوولینو په وینا، د هغوی د برېښنا تولیدي شبکو کې ستونزه رامنځته شوې او نه شي کولی له قرارداد سره سم افغانستان ته برېښنا ورکړي.

میوندي وویل چې له همدې امله د برېښنا پرچاوي زیاته شوې ده خو د دوی ټوله هڅه دا ده چې دا پرچاوي کمه کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version