ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل او زابل کې له زرګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

13 Dec 2022 - 17:13
13 Dec 2022 - 17:13

کابل، کلات (پژواک، ۲۲ ليندۍ ۱۴۰۱): په کابل کې ۳۰۰۰ بې‌وزلو کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه؛ دغه راز په زابل کې بیا له ۱۰۰۰ مالدارانو سره د څارویو د خوراک او له ۵۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره د چرګانو او د هغو د ساتلو وسایلو مرسته وشوه.

د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزارت له لوري په کابل کې ۳۰۰۰  کورنیو ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو د وېش لړۍ پيل شوه.

د دغو مرستو د وېش پرمهال د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي وزیر ملا محمد عباس اخند وویل چې دغه مرستې د بېلابېلو هېوادونو له لوري ترسره کېږي.

نوموړی وایي، په افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ مرستو ته اړتیا لري.

همدارنګه د دغو مرستو د وېش پرمهال د کابل د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس قاری محمد خوشحال زماني وویل، په دې مرسته کې ۵۰ کیلوګرام غنم، د ځان مینځلو دوه بستې صابون او د اوبو د تصفيې ټابلېټونه شامل دي.

له بلې خوا، په زابل کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان/ UN-FAO له لوري چمتو شوې مرسته د افغان پرمختیايي ټولنې/ ADA له خوا پر زرو مالدارانو ووېشل شوه.

په زابل کې د افغان پرمختیايي ټولنې پروژو مسوول ذبیح‌الله فضلي پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې له زرو مالدارانو سره د څارویو د خوراک مرسته وشوه او هر مالدار ته درې پارسله ۵۰ کیلويي کنجاړه ورکړل شوه.

هغه زیاته کړه، د دغې ولسوالۍ له ۵۰۰ بې‌وزلو کورنیو سره بیا د چرګانو او د هغو د وسایلو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۳۰ چرګان، د هغو د ساتنې لپاره دانه او بېلابېل وسایل ورکړل شول.

دی وايي، نږدې راتلونکي کې په پام کې لري چې په دغه ولایت کې پر څه باندې ۲۵ زره کورنیو د سبزیجاتو او غنمو اصلاح شوی تخم او د څارویو خوراک ووېشل شي.

Views: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version