جلالاباد (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ له لوري د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې د کوکنارو د کر مخنيوي کمپاين پيل شوی چې تر اوسه يې په ۹ ولسواليو کې پر ۶۰۰ جريبه ځمکه کرل شوي کوکنار اړولي دي.
چارواکي وايي، کروندګرو ته يې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې کوکنار ونه کري او اوس هم ترې غواړي چې د کوکنارو پرځای حلال فصلونه وکري.
کروندګر بيا غوښتنه کوي چې له دوی سره دې د اوبهخور، اصلاح شوو تخمونو، سرو او حاصلاتو ته د بازارموندنې برخو کې مرسته وکړي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت په مختلفو ولسواليو کې يې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن