کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د افغانستان په کچه د قرآنکریم د حفظ او تجوید یوولسم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې او د هېواد په کچه لس غوره قاریان وټاکل شول.
نن په کابل کې په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د قاریانو چارو ریاست مشر مولوي عبدالغفار ثاقب وویل، د وزارت رهبرۍ د هدایت پر اساس درې اونۍ وړاندې دغه سیالۍ لومړی په ولایتونو او بیا په کابل کې پیل شوې.
د ده په وینا، دغه سیالۍ د پیاوړو او ممتازو قاریانو معلومولو او نړۍوالو سیالیو ته د ورپېژندلو په موخه ترسره شوې چې له ولایتونو څخه ۱۶۰۰ او له کابله ۵۶ قاریانو په کې ګډون کړی وو.
هغه زیاته کړه، له هر ولایت څخه یو قاري چې لوړې نومرې يې اخیستې وې، مرکز ته وپېژندل شو او له کابل څخه څلور قاریان وروستي پړاو ته لار پیدا کړه.
نوموړي وویل، په کابل کې له درې ورځنۍ ازموینو وروسته د کابل او ولایتونو په ګډون له ۳۷ قاریانو څخه بیا ازموینه واخیستل شوه چې په پایله کې یې لس کسان له لومړي تر لسم مقام ګټونکي وپېژندل شول.
د هغه په خبره، دغه لس غوره قاریان به په راتلونکي کې د افغانستان په استازولۍ نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي.
ثاقب وویل، بحرالله له کابل څخه لومړی مقام، آرین نبیل له سرپل څخه دویم مقام او کمالالدین له کندوز څخه درېیم مقام خپل کړ.
د هغه په وینا، د وزارت له خوا لومړي مقام ګټونکي ته ۳۰زره، دویم ته ۲۵زره او درېیم ته ۲۰زره افغانۍ هم ورکړل شوې او پاتې نورو ته یوازې ستاینلیکونه ورکړل شول.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست نورمحمد ثاقب وویل، دغه قاریان به په راتلونکي کې د افغانستان په استازولۍ نړۍوالو سیالیو کې ګډون وکړي او هېواد ته به ویاړونه راوړي.
نوموړي له ټولو قاریانو وغوښتل چې یوازې دې د قرآنکریم په حفظ او تجوید بسنه نه کوي، بلکې د دغه اسماني کتاب د نورو مفاهیمو زدهکړې ترڅنک دې دیني تعلیم هم وکړي.
بحرالله چې د لومړي مقام ګټونکی دی، پژواک ته وویل، نن د خوښۍ ځای دی چې د قرآنکریم د حفظ او تجوید په سیالۍ کې يې لومړی مقام ګټلی دی.
دی وایي، باید هر ځوان هڅه وکړي چې قرآن کریم په سمه توګه زده کړي او نورو ته یې وښيي.
هغه له حکومته وغوښتل چې داسې سیالۍ دې نورې هم زیاتې کړي، څو ځوان قاریان لا ډېر وهڅول شي.
د یادو سیالیو د دويم مقام ګټونکي ارین نبیل د دې ترڅنګ چې دغه سیالۍ يې ګټورې وبللې، هم له حکومته وغوښتل چې داسې سیالۍ دې لا ډېرې کړي.
د درېیم مقام ګټونکي کمالالدین پردې سربېره چې وایي، د قرآنکریم په زدهکړه کې د دنیا او اخرت ګټه ده او هر مسلمان یي باید زده کړي، له هغو ځوانانو څخه چې تر اوسه یې قرآنکريم نه دی زده کړی، وغوښتل چې اوس هم وخت له وخته تېر نه دی او باید زده یې کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د معلومانو له مخې، ورته سیالۍ به هر کال د هېواد په کچه ترسره شي.
Views: 84
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن