ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ازبکستان: هڅه کوو چې افغانستان ته د برېښنا د لېږد کچه زیاته کړو

17 Dec 2022 - 17:19
17 Dec 2022 - 17:19

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ويلي، هڅه کوي چې افغانستان ته د برېښنا د لېږد کچه زیاته شي.

 د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له ازبکستانه غوښتي چې وارداتي برېښنا دې د دواړو هېوداونو ترمنځ د شوې هوکړې کچې ته ورسوي.

د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګشوف سره له دغه هېواده د وارداتي برېښنا په لېږد کې د رامنځته شوو ستونزو په تړاو ټيلېفوني خبرې وکړې.

سرچینې ويلي، ستانکزي د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي ته وویل چې د ازبکستان په وارداتي برېښنا کې د کمښت له امله د ژمي په موسم کې د کابل په ګډون یو شمېر نورو ولایتونو کې ستونزې رامنځته شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version