ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې ۱۰ زره ماشومانو ته د زده‌کړو ۳۰۰ سیمه‌ییز ټولګي جوړېږي

19 Dec 2022 - 16:55
19 Dec 2022 - 16:55

پل‌ علم (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د دغه ولایت د مرکز پل ‌علم په ګډون په ټولو ولسوالیو کې ۳۰۰ نوي سیمه‌ییز ټولګي پرانیستل کېږي چې له زده‌کړو بې‌برخې ۱۰ زره هلکانو او نجونو ته به په کې د زده‌کړې زمینه برابره شي.

یاد ټولګي د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF په مالي ملاتړ او د ژغورنې نړۍوالې کمېټې/ IRC په تخنیکي همکارۍ پرانیستل کېږي.

د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاه‌پور عرب پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ۳۰۰ سیمه‌ییز ټولګي د مرکز پل علم په ګډون په محمداغې، خوښۍ، بره‌کي برک، څرخ، ازرې او خروار ولسوالیو کې پرانیستل کېږي چې ورسره به هغه زرګونه ماشومان زده‌کړې ته لاسرسی ومومي چې په خپلو سیمو کې د بېلابېلو ستونزو له امله له دغه نعمته محروم دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version