ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابلوف: روسیه او هند کولی شي د بین‌الافغاني خبرو پیلېدو کې همکاري وکړي

24 Dec 2022 - 15:42
24 Dec 2022 - 15:42

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي که د افغانستان سرپرست حکومت وغواړي، مسکو او هند کولی شي چې د افغانانو ترمنځ خبرو پیلولو کې همکاري وکړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، که د افغانستان سرپرست حکومت غوښتنه وکړي، مسکو چمتو دی چې د هند په همکارۍ بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.

کابلوف له هندو ورځپانې  سره په خبرو کې  چې پرون (جمعه، د مرغومي ۲مه) خپره شوې ویلي چې  د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان اوسني حکومت اقدامات کافي نه دي او ټینګار یې کړی، که د افغانستان سرپرست حکومت وغواړي، د سیمې هېوادونه چمتو دي چې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې له دوی سره همکاري وکړي.

دغه راز د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي، د کابل غوښتنو ته پام مسکو هر ډول همکاریو ته چمتو دی.

د یادونې ده، روسیه د هغو هېوادونو له ډلې ده چې له سرپرست حکومت سره تعامل لري او د افغانستان په اړه یې د ډېرو ناستو کوربه‌توب کړی خو دغه هېواد هم د نړۍ نورو هېواړونو په څېر تر اوسه د افغانستان اوسنی حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی.

له ډېرو هڅو سره سره و نه توانېدو د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي خبرو په اړه د افغانستان د حکومت نظر ولرو.

Views: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version