ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او ښځو د کار په اړه د امنیت شورا له دریځه هرکلی وکړ

کرزي افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او ښځو د کار په اړه د امنیت شورا له دریځه هرکلی وکړ

author avatar
29 Dec 2022 - 09:32
کرزي افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو او ښځو د کار په اړه د امنیت شورا له دریځه هرکلی وکړ
author avatar
29 Dec 2022 - 09:32

کابل (پژواک، ۸ مرغومی ۱۴۰۱): پخواني ولسمشر حامد کرزي له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د هېواد پرمختګ لپاره هرڅه ژر د نجونو تعلیمي او تحصیلي بنسټونه پرانیزي او د ښځو د کار پر پرېکړې هم له سره غور وکړي.

د لوړو زده‌کړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه وویل چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې ځنډول شوې دي.  د نجونو له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو فعالیت هم د روان ښوونیز کال له پیله ځنډول شوی دی.

دغه‌ارز د اقتصاد وزارت د روانې مرغومي میاشتې په ۳مه په افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې تر دويم امر پورې د ټولو هغو ښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي چې له هغوی سره کار کوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره ورځ وویل چې د افغانستان سرپرست حکومت له خوا په نادولتي موسسو کې پر ښځینه کارکوونکو د بندیز پرېکړه به پر بشرپالو فعالیتونو لوی او سملاسي اغېز ولري.

امنیت شورا په یوه اعلامیه کې له پوهنتونونو د نجونو منع کولو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بندولو په اړه هم اندېښنه ښودلې او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د بشپړ مشارکت او برابرۍ غوښتنه یې کړې ده.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي چې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو، ښوونځیو او تحصیلي مرکزونو د تړلو او د مېرمنو د کار په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دریځ هرکلی او تائيد کوي.

ده همداراز د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی چې د هېواد د پرمختګ، ودې او حیاتي ګټو تېنګښت لپاره هر څه ژر د نجونو د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو دروازې پرانیزي.

هغه لیکلي چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو حل او د کورنیو د ژوند شرایطو ښه‌والي لپاره، د مېرمنو د کار په مسئله کې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او په هېواد کې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب‌الدین دلاور ویلي: «ابتدايي مکاتب دي، که ثانوي مکاتب دي او که پوهنتونونه دي، زما اطلاع دا ده چې په دې باره کې به ژر تصمیم ونیول شي؛ په دې اړه د مولوي هبةالله اخندزاده له لوري په صادر شوي فرمان کې هم امر ثاني یاد شوی دی.»

د هغه په وینا، اوس‌مهال په ډېرو ولایتونو کې ښوونځي او پوهنتونونه رخصت دي، تر وري میاشتې به د ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو خلاصېدو په اړه داسې تصمیم ونیول شي چې له شریعت او افغاني دودونو سره سم وي.

هغه دا هم ویلي چې دیني عالمانو خپلې هڅې پیل کړې چې ښځو ته په غیردولتي بنسټونو کې د کار کولو اجازه ورکړي.

د نوموړي په وینا، علما به د شریعت په رڼا کې د ښځو کار ځنډولو ستونزې ته د حل لار پیدا کړي.

Views: 130

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.