ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنیکي ستونزې له امله بیا پرچاو شوه

13 Jan 2023 - 20:45
13 Jan 2023 - 20:45

اټلانټا (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د ازبکستان وارداتي برېښنا په دغه هېواد کې دننه د تخنیکي ستونزې له امله پرچاو شوې ده.

د یاد شرکت له خوا د مرغومي په ۲۳مه، د شپې ناوخته یوه خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي چې دا ستونزه نن مازیګر رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د ازبکستان برېښنا مسؤولینو په خبره، هغوی د برېښنا ستونزې ژر حل لپاره هڅه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، همداراز د افغانستان برېښنا شرکت مسؤولین له ډېرو هلوځلو وروسته وتوانېدل چې د برېښنا پرچاوۍ ستونزې بېړني حل په موخه د تاجکستان ۷۵ میګاواټه وارداتي برېښنا کابل ته او د ترکمنستان وارداتي برېښنا کندز او تخار ولایتونو ته ونښلوي.

برېښنا شرکت وایي، د دې ترڅنګ د دغه شرکت مشرتابه له لارښوونې سره سم د تره‌خېلو حرارتي برېښنا دستګاه هم د ۶۰ میګاواټه برېښنا په تولید چالانه شوه او د تولیدي آبي برېښنا له سرچینو څخه به په اعظمي توګه برېښنا تولیدېږي.

سرچینې زیاته کړې، په لومړۍ کټګورۍ کې به روغتونونو او مهمو امنیتي ځایونو ته برېښنا ورکول کېږي، دغه‌راز به په دویمه کټګورۍ کې استوګنېزو ځایونو ته هم په نوبتوار ډول یوه اندازه برېښنا ووېشل شي.

د یادونې ده، تېره میاشت هم دغه ډول ستونزه پیدا شوې وه چې له امله یې په کابل او ځینو ولایتونو کې خلکو شکایتونه کړي وو.

Views: 76

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version