ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې د هندي بورې او قزاقي اوړو بیې لوېدلې دي

14 Jan 2023 - 17:58
14 Jan 2023 - 17:58

کابل (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۱): نن په کابل ښار کې د تېرې شنبې په پرتله، د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیې لوړېدو ترڅنګ، د قزاقي اوړو او هندي بورې بیې لوېدلې خو د عربي سرو زرو بیه لوړه شوې ده.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحاديې رییس، زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د تېرې شنبې په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه بورې بیه له ۳۰۰۰ څخه ۲۹۰۰ افغانیو ته او د ۴۹ کیلوګرام قزاقي اوړو بیه له ۲۱۵۰ څخه ۲۱۰۰ افغانیو ته ټیټه شوې ده.

د هغه په خبره، د قزاقستان په بازارونو کې د اوړو بیې لوېدو له امله په کابل ښار کې یې هم بیه لوېدلې، خو د هندي بورې بیه ځکه ټیټه شوې چې واردات یې ډېر شوي او تقاضا یې کمه شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه، نن هم د تېرې شنبې په څېر په عمده ډول د ۲۴،۵ کیلوګرام لومړۍ سېله پاکستاني وریجو بیه ۳۰۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېټره مالیزیايي غوړیو بیه ۱۸۰۰ افغانۍ، د یو کیلوګرام افریقايي تور چای بیه ۴۰۰ افغانۍ او د یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.

د یو شمېر توکو پرچون بیه د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې ډېر او په ځینو کې بیا لږ توپیر لري.

د کابل ښار په دهن باغ کې د خوراکي توکو یوه پرچون پلورونکي حامد صوفي‌زاده وویل، نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۲۱۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلويي پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجو بیه ۳۰۵۰ افغانۍ، د ۴۹ کیلوګرام هندي بورې بیه ۲۹۵۰ افغانۍ، د ۱۶ لیټره مالیزیايی غوړیو بیه ۱۸۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام افریقايي تور چای بیه ۴۵۰ افغانۍ ده.

د عربي سرو زرو بیه لوړه شوې

د کابل ښار په تیمورشاهي جاده کې د حاجي حامد صالح‌زاده زرګرۍ څښتن محمدفواد وویل چې د تېرې شنبې په پرتله نن د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۴۳۵۰ څخه ۴۴۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

خو نوموړي زیاته کړه، نن د تېرې شنبې په څېر یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سره زر په ۳۴۵۰ افغانیو پلوري.

د سرو زرو پلورونکو په وینا، په کابل ښار کې د سرو زرو د بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغه د بیې له بدلېدو سره اړیکه لري

د نفتي توکو بیو کې بدلون نه دی راغلی

د «احمدیار ګروپ» تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن هم لکه تېره شنبه د یوه لیټر پټرول بیه ۷۳ افغانۍ او د یو لیټر ډیزل بیه ۹۳ افغانۍ ده.

د کابل ښار په کلوله‌پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمدشریف وايي، نن د تېرې شنبې په شان د یو کیلوګرام اوبلن ګاز بیه ۶۴ افغانۍ ده.

د اسعارو بیې

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي ‌حسین وویل، نن د یو امریکايي ډالر د پېر بیه ۹۰،۱۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۶۰ افغانیو بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د مرغومي په ۱۷مه د یوه امریکايي ډالر د پېر ارزښت ۸۹ افغانۍ وې او زر پاکستانۍ کلدارې په ۳۴۰ افغانیو تبادله کېدې.

د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي ‌حسین په خبره، د امریکایي ډالر د بيې لوړېدل د ملګرو ملتونو له لوري افغانستان ته د نغدي بستو نه رالېږلو له امله دي.

د پژواک د یوه راپور پر اساس، ځیني صرافان وايي، د ملګرو ملتونو له لوري د نغدي پېسو د کڅوړو  نه رالېږلو له امله د افغانیو بیه راټیټه شوې ده.

د پژواک اژانس د یوه راپور له مخې، د روان کال د مرغومي په ۱۹مه د ملګرو ملتونو له لوري د نغدي مرستو ځنډېدو له امله د افغانیو بیه د ډالر پر وړاندې ټیټه شوې ده.

Visits: 89

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version