Pajhwok Afghan News

کمېسیون: د رسنیو ټولې ستونزې باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې حل شي

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ارزونې کمېسیون وایي، د رسنیو ټولې ستونزې او مشکلات باید د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې حل شي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې تېره ورځ د رسنیزو تخطیو او شکایتونو ارزونې کمېسیون غونډه ترسره شوه.

سرچينې لیکلي چې د غونډې ګډونوالو د رسنیو پر ستونزو او هغو شکایتونو بحث وکړ چې یاد کمېسیون ته راجع شوي وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لیکلي: «د کمېسیون ټولو غړو وویل چې د رسنیو ټولو ستونزو او مشکلاتو ته باید د یوه واحد ادرس له لارې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دی، رسېدنه وشي.»

دغه کمېسیون چې مشري يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه کوي، ۱۱ غړي لري او د روان کال د وږي میاشتې په لومړۍ نېټه یې کار پيل کړی دی.

Views: 54

Exit mobile version