ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اوچا په افغانستان کې له څه باندې ۵۶۵ زره کسانو سره نغدي او د ژمنیو جامو مرسته کړې

اوچا په افغانستان کې له څه باندې ۵۶۵ زره کسانو سره نغدي او د ژمنیو جامو مرسته کړې

author avatar
23 Jan 2023 - 12:17
اوچا په افغانستان کې له څه باندې ۵۶۵ زره کسانو سره نغدي او د ژمنیو جامو مرسته کړې
author avatar
23 Jan 2023 - 12:17

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، په روان کال کې یې افغانستان کې ۵۶۵ زره ۷۰۰ کسانو ته ژمنۍ مرستې رسولې دي.

اوچا تېره شپه ناوخته د یوه ټوېټ په خپرولو سره لیکلي چې تازه مرستې د دغه بنسټ د ټاکل شوي هدف یوازې ۵۹ سلنه برخه جوړوي.

یاد بنسټ زیاته کړې چې اړو خلکو ته د خونو ګرمولو وسایلو، کمپلو او نغدو پېسو برخو کې د مرستو وېشلو لړۍ دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې بې‌مخینې سړې هوا په هېواد کې ګڼ شمېر بېوزلې کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې دي.

د یادونې ده، پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت د شنبې په ورځ ویلي وو چې د سړې هوا، واورو او اورلګېدنو له امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له سلو ډېر کسان مړه شوي دي.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.