ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په نيډرلینډ کې قران‌کریم ته شوې بې‌‎حرمتي وغندله

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په نيډرلینډ کې قران‌کریم ته شوې بې‌‎حرمتي وغندله

author avatar
25 Jan 2023 - 11:04
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په نيډرلینډ کې قران‌کریم ته شوې بې‌‎حرمتي وغندله
author avatar
25 Jan 2023 - 11:04

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په نیډرلینډ کې د يوه کس له لوري د قران‌کریم د نسخې شکول او بې‌حرمتي غندلې او له دغه هېواده یې غوښتي څو دغه کس ته سزا ورکړي.

د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د نیډرلینډ په هاګ ښار کې د يوه متعصب سياستوال له خوا د قران‎کریم نسخې شکول او بې‎حرمتي کول پر سختو ټکو غندي.»

په خبرپاڼه کې راغلي: «اسلامي امارت» د دغه هېواد پر حکومت غږ کوي چې یاد کس مجازات کړي او د سیاسي فعالیت جواز ترې واخلي څو د اسلام او مسلمانانو پر ضد په سیستماتیک ډول د تعصب او کرکې خپرولو مخنیوی وشي.

دغه وزارت د اسلامي هېوادونو له مشرانو هم غوښتي چې د دغسې کړنو مخنیوي لپاره یو دریځ غوره کړي څو مسلمانان له خپل دینه په اغېزناکه توګه دفاع وکړای شي.

څو ورڅې مخکې په سویډن کې هم د ترکیې ضد لاریونونو پر مهال د دغه هېواد یوه ښي اړخې سیاستوال د پولیسو په مخ کې د قران‌کریم نسخې سوځولې وې.

هغه وخت هم د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په سويډن کې د قران‌کریم سوځول او بې‌حرمتي پر سختو ټکو غندلې وه او له دغه هېواده یې غوښتي وو چې عامل ته یې سزا ورکړي.

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې د بیان ازادي تر چتر لاندې د اسلام ضد عمل ته- چې مسلمانان په کې په نښه او مقدساتو ته سپکاوی وشي- اجازه ورکول د منلو نه دي.

Views: 102

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.