ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درېیو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

درېیو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

author avatar
28 Jan 2023 - 18:08
درېیو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
author avatar
28 Jan 2023 - 18:08

کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۱): په لوګر کې له ۹۵۰، په کابل کې له ۴۵۰ او په تخار کې له څه باندې ۱۳ زرو اړو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د افغاني سرې میاشتې ریاست له لوري د لوګر په مرکز پل علم، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې پر ۹۵۰ اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

د یادې ټولنې د سوېل لویدیځ زون رئیس مولوي الیاس‌خېل ناصري پژواک خبري اژانس ته وویل، خوراکي توکي د اسلامي همکاریو سازمان/  OIC په مالي لګښت چمتو شوي وو چې نن (شنبه) په پل علم ښار، بره‌کي برک او څرخ ولسوالیو کې پر ۹۵۰ اړو کورنیو ووېشل شول.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلوګرام اوړه، ۵ کیلوګرامه وریجې، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلوګرامه لوبیا، ۵ کیلوګرامه بوره او ۲ کیلوګرامه خرما ورکړل شول.

دغه راز د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري ۴۵۰ اړو کورنیو سره مرسته وشوه.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې نن (شنبه) په خپله ټویترپاڼه لیکلي: «د يخ ژمي په ترڅ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت نمایندګۍ کې ۴۵۰ بېوزله کورنیو سره د ۶ قلمه خوراکي توکو مرسته وشوه.»

سرچینې زياته کړې، یاده مرسته چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې، په کې هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلو ګرامه اوړه، ۵ کیلو ګرامه وریجې، ۵ کیلو ګرامه لوبیا، ۵ کیلو ګرامه بوره، ۵ لېتره غوړي، او ۲ کیلو ګرامه خرما شامل وو.

له بلې خوا د تخار د کلیو بیارغونې او پراختيا ریاست ویاند سمیع‌الله صميمي وايي چې د دغه ولایت په ورسج، چال او شکمش ولسواليو کې له ۸ زره او ۴۰۶ بېوزلو کورنيو سره او په بهارک او کلفګان ولسوالۍ کې له پنځه زره او ۳۶۶ اړو کورنيو سره د خوړو نړۍوال پروګرام له خوا د اوړو، غوړيو او نورو موادو مرسته شوې ده.

Views: 92

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.