ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې د واورې ښویېدنې له امله یو کس مړ شوی

غور کې د واورې ښویېدنې له امله یو کس مړ شوی

author avatar
7 Feb 2023 - 15:23
غور کې د واورې ښویېدنې له امله یو کس مړ شوی
author avatar
7 Feb 2023 - 15:23

فیروزکوه (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۱): د غور سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د یاد ولایت په تیورې ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: «له بده مرغه په تیورې ولسوالۍ کې واورې ښویېدنې د یوه کس ژوند واخیست.»

د مسوولینو په خبره، دغه پېښه نن سهار شوې ده.

تیوره ولسوالي د یاد ولایت د مرکز فیروزکوه ښار لوېدیځ ته په ۲۲۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

د غور په دې ولسوالۍ کې  ډېره واوره کېږي چې له امله یې په ژمي کې خلک له ستونزو سره مخ وي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کی د سړې هوا او واورو له امله په دغه ولایت کې تر اوسه د دوو ماشومانو په ګډون درې کسان مړه شوي دي.

Views: 15

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.