ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ننګرهار پوهنتون د استادانو ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې

12 Feb 2023 - 17:57
12 Feb 2023 - 17:57

جلال‌اباد (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار پوهنتون استادانو ته د جلال‌اباد ښاروالۍ له خوا د نوي ښارګوټي د جوړېدو کار پيل شو.

د قيام‌الدين خادم په نوم د دغه ښارګوټي ځمکه کلونه غصب شوې وه چې تازه په ننګرهار کې د ځمکو غصب مخنيوي کمېسيون له غاصبینو را وګرځوله او استادانو ته يې په کې د ښارګوټي جوړولو چارې پيل کړې.

 د جلال‌اباد ښاروال مولوي نعمت‌الله اخند نن (یکشنبه) د دغه ښارګوټي د چارو پیل په مراسمو کې وويل، دوی هڅه کوي چې په دغه ښارګوټي کې استادانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړی زیاتوي: «هغه استادان چې اسناد لري، هغوی ته نن د بهراباد په سیمه کې د نومرو د وېش پروسه پیل شوه، پنځه سوه استادانو ته به د کور جوړولو نومرې ورکړل شي او د ښاروالۍ اړوند ټولې چارې به موږ تر خپلو امکاناتو ترسره کړو.»

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version