اټلانټا (پژواک، ۲۵سلواغه ۱۴۰۱): د راپورونو پر بنسټ، په ترکیه او سوریه کې د وروستیو زلزلو له امله د مړو له ۴۰ زرو واوښته او شاوخوا ۹۰ زره ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د تېرې اونۍ د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ۱۶مه) د ترکیې په وخت د سهار په څلورو بجو او ۱۷ دقیقو ؛ دوو پرلهپسې سختو زلزلو د ترکیې سوېلختیځ او د سوریې لوېدیځې سیمې ولړزولې. د امریکا متحده ایالتونو د ځمکپېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د لومړۍ زلزلې شدت د ریښتر په کچه ۷.۸ او د دویمې یې ۷.۵ درجې وه.
د ترکيې ځایي چارواکو د معلوماتو له مخې، یادو زلزلو د دغه هېواد لس ولایتونه سخت ځپلي او درانه مالي او ځاني زیانونه یې اړولي دي.
د ترکیې انادولو اژانس د سلواغې په ۲۵مه، د دغه هېواد د چارواکو په حواله خبر ورکړی چې د وروستۍ زلزلې له امله ۳۵۴۶۰ کسان مړه او له ۸۲ زره ډېر ژوبل شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، دغهراز له ۶ زره ډېر کورونه او دنګې ودانۍ ړنګې شوې، ۹۵ زره کسان ژغورل شوي او ډېر نور اوس هم تر ړنګو ودانیو لاندې دي.
ځایي چارواکو ویلي چې ۱۷۰ ساعته وروسته هم ځینې کسان ژوندي له خاورو او ړنګونو کورونو لاندې څخه ژوندي ویستل شوي دي.
د ترکیې حکومت ویلي چې ۱۶۶ زره کورني او بهرني ژغورونکي د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخلي.
همداراز ځایي چارواکو ویلي چې له لومړۍ زلزلې وروسته تر ۲۰۰ پورې نورې کمزورې زلزلې هم شوې دي.
بلخوا دسوریې دولتي اژانس (سنا) خبر ورکړی چې هلته د زلزلې له امله ۵ زره کسان مړه او له ۵۰۰۰ ډېر ژوبل شوي دي.
په ترکیه کې مېشتو ځینو افغانانو رسنیو ته ویلي چې د زلزلې له امله لسګونو افغانانو ته هم مرګژوبله اوښتې خو د افغانستان سفارت تر اوسه د ۸۰ کسانو مړینه تاییدوي.
د یادونې ده، دا شمېرې نهايي نه دي او د زياتېدو اټکل یې شته.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن