ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د عامې روغتیا وزارت د حمل ضد درملو پر پلور بندیز رد کړ

د عامې روغتیا وزارت د حمل ضد درملو پر پلور بندیز رد کړ

author avatar
19 Feb 2023 - 15:24
د عامې روغتیا وزارت د حمل ضد درملو پر پلور بندیز رد کړ
author avatar
19 Feb 2023 - 15:24

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، د حمل ضد درملو پر پلور هیڅ ډول بنديز نشته او زیاتوي، د نورو درملو په څېر دغه درمل هم يوه اړتيا ده.

له دې مخکې خواله رسنيو کې يو شمېر کسانو داسې څرګندونې کړې چې ګواکې د عامې روغتيا وزارت په درملتونونو کې د حمل ضد درملو پر پلور بنديز لګولى دى.

خو د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان وايي چې د حمل ضد درمل په ځينو حالتونو کې د درملنې یوه برخه ده او د ضرورت پر وخت د ناروغ وضعیت ته په لیدو سره د ډاکټر له لوري توصیه کېږي.

هغه زیاتوي: «په دې اړه د بندیز هیڅ کومه پرېکړه نه ده شوې، یو بې اساسه، افواه راپور دی.»

دى وايي، د یادې موضوع پر رد سربېره بیا هم ځینو رسنیو په دې اړه راپورونه نشر کړي چې ګواکې په هېواد کې د حمل ضد درملو پلور منع شوی او د دې ترڅنګ یې یادونه کړې چې د ولادت پر مهال د مور او ماشوم مړينه زیاته شوې ده.

زمان زياته کړه، د ارقامو پر اساس، د تېرو کلونو په نسبت په هېواد کې د ولادتونو پر مهال د مور او ماشوم مړینه کمه شوې ده.

ده وويل: «موږ يو ځل بيا د رسنيو له مسوولینو غوښتنه کوو چې د راپورونو په خپرولو کې له دقته کار واخلي، حقايق دې ووايي او له اصلي منبع دې معلومات واخيستل شي څو د داسې بې اساسه راپورونو په خپرولو سره خپل حيثيت ته زيان ونه رسوي.»

بل لور ته، د کابل ښار ١٧مې ناحیې يوه درمل پلورنکي فردوس پژواک ته وویل چې د حمل ضد درمل په نور مال ډول په بازار کې پلورل کېږي.

هغه وویل: «د اسودګۍ کانډم، ویګا کانډم او د خوشي ټابليټ په بازار کې په نورمال حالت پلورل کېږي، ما تېره پنجشنبه د پروان هوټل له يوه عمده پلورونځي دا ټوله دوا راوړې ده.»

همدارنګه د کابل پنځمې ناحیې یوه بل دوا پلورونکي محمد نعيم هم پژواک ته وویل چې تر اوسه دوی داسې کومه اطلاعیه نه ده ترلاسه کړې چې د حمل درملو د پلور مخنیوي په اړه وي.

يو شمېر نورو درمل پلورونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې تر اوسه وزارت دوى ته داسې کوم حکم نه دى کړى.

Views: 93

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.