Pajhwok Afghan News

د زابل ولایتي روغتون کې د پښتورګو درملنې څانګه پرانیستل شوه

کلات (پژواک، د کب لومړمۍ نېټه ۱۴۰۱): د زابل ولایتي روغتون کې د پښتورګو درملنې څانګه پرانیستل شوه چې د چارواکو په وینا، د ۴ میلیون افغانیو په ارزښت وسایل او ماشینونه ورته پېرل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمداسحاق اخندزاده د دې څانګې پرانيستې مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وویل، د پښتورګو ناروغیو دغه څانګه په پرمختللو وسایلو، کارپوهو ډاکټرانو او درملو سمبال شوې چې د پښتورګو ناروغانو وړیا درملنه به په کې کېږي.

هغه زیاته کړه، د دې څانګې لپاره ماشینونه او وسایل د ۴ میلیون افغانیو په لګښت اخیستل شوي چې د اړوند وزارت له پرمختیايي بودجې ورکړل شوې دي.

دی وايي، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي په کور دننه خلکو ته معیاري او باکیفیته خدمات وړاندې کړي څو خلک اړ نه شي د درملنې لپاره لویو ښارونو او یا ګاونډیو هېوادونو ته لاړ شي.

د زابل والي قدرت‌الله ابوحمزه وویل، زابل وروسته پاتې ولایت دی چې د نورو برخو ترڅنګ په روغتیايي برخه کې هم پاملرنې ته اړتیا لري.

هغه د عامې روغتیا له وزارته مننه وکړه چې اړتیا ته په کتو یې په ولایتي روغتون کې د پښتورګو ناروغیو څانګه پرانیسته.

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وویل چې مخکې په دغه ولایت کې د پښتورګو درملنې څانګه موجوده نه وه او ناروغان اړ وو چې کابل او یا ګاونډیو هېوادونو ته د درملنې لپاره لاړ شي.

دی وايي، له دې وروسته به اړوند ناروغان په ولایتي روغتون کې تداوي کېږي.

ده خبر ورکړ، د پښتورګو ناروغانو د ښې درملنې په موخه د ولایتي روغتون یو متخصص له درېیو ډاکټرانو او درېیو نرسانو سره مرکز کابل ته لېږل شوي څو په دې برخه کې روزنه ترلاسه کړي او خلکو ته غوره خدمات وړاندې کړي.

Views: 206

Exit mobile version