Pajhwok Afghan News

د بادغیس مسوولین: خلک دې د نیالګیو اېښودلو او ساتلو ته پاملرنه وکړي

قلعۀ‌نو (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۱): د بادغیس مسوولین وايي، په دغه ولایت کې هر کال زرګونه مېوه‌لرونکي او بې‌مېوې نیالګي ايښودل کېږي، خو ځیني یې د خلکو له خوا وهل کېږي او ځیني یې د اوبو نه رسېدو له امله وچېږي.

دوی د یاد ولایت له اوسېدونکو د نیالګیو اېښودلو او د هغو د ساتنې غوښتنه کوي.

د قلعه‌نو ښاروالۍ سرپرست محمدطاهر غفوري له پژواک خبري سره په مرکه کې وويل، اداره یې هڅه کوي چې هر کال د ښار په شاوخوا سيمو کې د نیالګیو په اېښودلو سره سیمه زرغونه کړي.

هغه زیاته کړه، تېر کال يې په دغه ښار او شاوخوا سيمو کې درې نيم زره نيالګي کېښودل چې له دې جملې شاوخوا زرو يې حاصل نه دی ورکړی.

د قلعه‌نو د ښاروالۍ سرپرست زیاتوي، شاوخوا دوه نیم زره نیالګي تر اوسه شنه دي خو پاتې نور یې وچ یا پرې شوي دي.

نوموړی د خلکو له خوا د نيالګيو پرې کولو لامل له ښاري کلتور سره د هغو نه بلدتیا او د ونو د ګټو په اړه د معلوماتو نشتوالی بولي.

د غفوري په وینا، دوی د ښونځیو، جوماتونو د ملا امامانو او ګذر وکیلانو له لارې د نیالګیو له ګټو د خلکو پوهاوي لپاره پروګرامونه پیل کړي دي.

همداراز هغه له خلکو غواړي چې د ښاري ژوند کلتور رعایت کړي او د نیالګیو ساتنه وکړي.

هغه وویل: «د ښاروالۍ اداره د پوهاوي ټیمونه لري چې موږ تل خلکو ته د سرسبزۍ د ګټو په اړه خبر ورکوو، خو نشو کولای هغه خلکو ته چې له شاوخوا سیمو ښار ته راغلي په لنډ وخت کې د ښاري ژوند کلتور، معرفي کړو؛ ان‌شاالله په راتلونکي کې به د ښاري ژوند کلتور حتما دود شي، له خلکو غواړو چې نیالګي کښېنوي او ساتنه یې وکړي.»

د بادغيس ولايت ځیني اوسېدونکي په ښار کې د اېښودل شوو نيالګيو د سمې ساتنې له نشتوالي شکايت لري او وايي، د نيالګيو د ساتنې په اړه دې ښاريانو ته پوهای وشي.

د بادغيس اوسېدونکی برهان‌الدین فایز وايي، په دغه ولايت کې ځیني خلک نه یوازې دا چې نيالګي نه کښېنوي، ان د نيالګيو له ګټو د سم نه پوهېدنې له امله، نیالګي قطع کوي.

هغه زیاتوي، دولت باید د نیالګیو اېښودو ترڅنګ د خلکو لپاره د هغه د ګټو په تړاو د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

هغه تمه لري څو د ټولنې هر غړی یو نیالګی کېږدي او ساتنه یې وکړي.

نوموړي وویل: «د دې لپاره چې یو زرغونه ټولنه ولرو او ښار مو ښکلی وي، باید ټول خلک نیالګي کېنوي، خو ځینې کسان سربېره پر دې ‎چې نیالګي هم نه کېنوي، بلکې پرې کوي یې، زموږ غوښتنه دا ده چې یو کس یو نیالګی کېنوي.»

په ورته مهال، د قلعه‌نو ښار بل اوسېدونکی محمدفهیم هاشمي هم په ټولنه کې د نیالګیو اېښودل مهم بولي او وايي، په ټولنه کې باید د نیالګیو اېښودلو په برخه کې هڅې وشي.

د هاشمي په خبره، پاک او زرغون چاپېریال د روغتیا لامل ګرځي او باید له بوټو سمه ساتنه وشي.

هغه هیله څرګنده کړه څو کورنۍ خپلو ماشومانو ته سپارښتنه وکړي چې د نیالګیو له پرې کولو ډډه او ساتنه ترې وکړي.

نوموړی وايي، هیله‌من دی چې حکومت خلکو ته د نیالګیو د وېش په برخه کې اقدام وکړي او له هغه د ساتنې په تړاو د عامه پوهاوي پروګرامونه هم جوړ کړي.

نوموړي وویل: «د نیالګیو اېښودلو موسم دی، باید ټول خلک متحد شي، نیالګي کېنوي او خپلو ماشومانو ته هم ووايي چې نیالګي پرې نه کړي، ځکه د زرغونې ټولنې شتون د ټولو د روغتیا لامل کېږي.»

د چارو شنونکي هم په ټولنه کې د ونو شتون مهم ګڼي.

د چارو شنونکی شمس‌الحق وايي، په ټولنه کې د ونو شتون ضروري دی او تر ځمکې لاندې د اوبو د زېرمو پیاوړي کولو، چاپېریال پاکوالي، په هوا کې د اکسیجن تولید، د مضرو ګازاتو د جذب او د حرارت درجې ټیټوالي لامل ګرځي.

هغه وړاندیز کوي چې له یادو ګټو د استفادې په موخه د ټولنې ټول خلک باید نیالګي کېنوي او لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي.

سرچینې زیاته کړه: «ونې ډېرې ګټې لري او اوس د نیالګیو اېښودلو موسم دی، له یادو ګټو د استفادې په موخه هر کس مسوولیت لري چې یو نیالګی کېنوي څو له دغو ګټو مستفېد شي.»

دا په داسې حال کې ده چې په پسرلي کې د زرغونتیا او چاپېریال ساتنې په موخه د هېواد په ټولو ولایتونو کې نیالګي اېښودل کېږي.

Views: 57

Exit mobile version