ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د کرنې وزارت په پراختیايي لګښت د چرګانو څه باندې ۶۰ فارمونه جوړ شوي

تخار کې د کرنې وزارت په پراختیايي لګښت د چرګانو څه باندې ۶۰ فارمونه جوړ شوي

author avatar
6 Mar 2023 - 15:16
تخار کې د کرنې وزارت په پراختیايي لګښت د چرګانو څه باندې ۶۰ فارمونه جوړ شوي
author avatar
6 Mar 2023 - 15:16

تالقان (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۱): د تخار د کرنې ریاست مسوولین وایي، د داخلي تولیداتو په برخه کې پانګونې ته د خلکو لېوالتیا د دې لامل شوې چې په دغه ولایت کې د چرګانو له ۲۰۰ ډېر فارمونه جوړ شي او فعالیت ولري.

د تخار د کرنې ریاست د مرغانو برخې مسوول ډاکټر برهان‌الدین باور وایي، اوسمهال په دغه ولایت کې له ۲۰۰ ډېر د چرګانو فارمونه د غوښې، چرګوړو او وطني هګیو د تولید په برخو کې فعالیت لري چې شاوخوا ۳۰۰ زره امریکايي ډالر پانګونه پرې شوې ده.

هغه زیاتوي، له دې ډلې له ۶۰ ډېر فارمونه د کرنې وزارت له پراختیايي لګښته جوړ شوي چې ورسره بې‌کارو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د نوموړي په خبره، مناسب اقلیم او د وطني تولیداتو په برخه کې له پانګونې سره د خلکو لېوالتیا په یاد ولایت کې د چرګانو فارمونو ډېرېدو لاملونه دي.

په ورته وخت کې، که څه هم یو شمېر د چرګانو فارم‌لرونکي د خپلو محصولاتو له ودې خوښ دي، خو له حکومته غواړي چې له بهره د غوښې وارداتو مخه ونیسي.

د چرګانو فارمونو ټولنې مسوول ډاکټر عصمت‌الله مسلم وایي، له داخلي فارمونو تولید شوې غوښه د خلکو اړتیاوې پوره کوي.

هغه زیاته کړه چې د چرګانو فارمونو شتوالی بې‌کارو ته د کاري زمینې برابرېدو او د هېواد د اقتصادي ودې لامل ګرځي او حکومت باید له هغوی ملاتړ وکړي.

نوموړي وویل، له بهره واردېدونکې غوښه د داخلي فارمونو د پلور کمرنګه کېدو لامل شوی دی.

په تخار کې د چرګانو د یوه فارم مسوول حبیب‌الله د خپلو محصولاتو له ودې خوښ دی او وایي، هره ورځ خپل تولیدات بازار ته عرضه کوي چې له همدې لارې د خپلې ۹ کسیزې کورنۍ لګښت برابروي او په دغه فارم کې یې څلورو نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.

هغه هم زیاتوي، که له بهره د غوښې واردولو مخه ونیول شي نو کولای شي چې له دې لارې د ځان او هېواد اقتصادي ودې لپاره ګټور واقع شي.

د یادونې ده، د تخار ولایت د افغانستان په شمال‌ختیځ کې د معتدلې هوا په درلودلو سره د کورنیو تولیداتو په برخه کې ځانګړی ځای لري او د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي د اقتصادي ستونزو له امله د چرګ له غوښې استفاده کوي چې د چرګانو فارمونو د ودې لامل شوی دی.

Views: 43

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.