ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې د وژل شوو اتو کسانو د کورنیو غړو په کابل کې د عدالت غوښتنه وکړه

11 Mar 2023 - 09:37
11 Mar 2023 - 09:37

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۱): په بلخ کې د تېرې چهارشنبې په ورځ په ځانګړو عملیاتو کې د اتو وژل شوو کسانو خپلوانو په کابل ښار کې د یوناما دفتر مخې ته د اعتراض په ترڅ کې د عدالت غوښتنه وکړه.

درې ورځې مخکې (د کب ۱۷مه) د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري ویلي وو چې د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې – چې دوه‌نیم ساعته یې دوام وکړ – اته انسان‌تښتوونکي وژل شوي او درې کلاشینکوفونه، دوه تومانچې، یو شمېر مهمات او درې موټر هم ترلاسه شوي دي.

د دې پېښې د وژل شوو کسانو خپلوان تېره ورځ په کابل ښار کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سياسي استازولۍ دفتر (یوناما) مخې راټول شوي وو او ادعا یې کوله چې خپلوان یې بې‌ګناه وژل شوي او په‌دې برخه کې د عدالت غوښتنه کوي.

ځیني اعتراض کوونکي وايي، وژل شوو کسانو مزارشریف ښار ته د یوې پروژې د هوکړې لاسلیک په موخه سفر کړی و او شپه يې د خپلوانو په کور کې وه.

یوه اعتراض‌کوونکي عبدالجبار طلوع نیوز ته ویلي: «یو د شرکت معاون دی او بل یې رییس دی چې خپله دواړه وروڼه دي، دا خوریونو یې همېشه مارکیټینګ (بازارموندنه) کوله، په هر ځای کې چې به د دوی خریدار و؛ ځکه چې د دوی شرکت هم لوژیستیکي دی او هم ساختماني دی.»

د قربانیانو د کورنۍ یو غړی عین‌الله کمالپوري وایي: «زه عدالت غواړم، عدالت داسې چې چا دوی ته راپور ورکړی، دا دې تثبیت کړي چې ولې یې دا غلط راپور ورکړی دی.»

د قربانیانو د کورنۍ بل غړی سمندر وايي: «د دوی ګناه دې معلومه کړي، په څه ګناه یې ویشتلي دي، دا ولې د خدای بنده‌ګان نه‌وو؟ دا ځوانان یې بې‌ګناه او بې خطاء په شهادت رسولي دي، ولې؟»

خو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وایي: «زموږ امنیتي ځواکونو په مزار کې عملیات ترسره کړي وو، هلته یې اته تنه اختطاف‌ګر له منځه وړي وو، اختطاف‌ګر وروسته له هغه له منځه یووړل شول چې دوی په وسله‌وال مقاومت پیل وکړ.»

Visits: 1021

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version