ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کوکچې پورې غاړې درېیو ولسوالیو اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د ۱۲ کیلومټر سړک جوړولو چارې پیل کړې

13 Mar 2023 - 17:01
13 Mar 2023 - 17:01

تالقان (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۱): د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین، رستاق او چاه‌اب ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکو د مواصلاتي لارې نشتوالي له امله د زرګونو کورنیو د ستونزو حل په موخه، په خپل شخصي لګښت د ۱۲ کیلومټره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.

د هغوی په خبره، یاده پروژه پنځه میلیون افغانۍ لګښت لري چې د سیمې اوسېدونکو له لوري ورکول کېږي.

د یاد پروګرام مسوول مولوي نورالله نقشبندي وویل، له کوکچې پورې غاړې ولسوالیو خلک له کلونو راهیسې د مواصلاتي لارې له نشتوالي ځورېږي.

هغه زیاته کړه: «په ځلونو مو غږ پورته کړ خو تېر حکومت پاملرنه ونه کړه، اوس مو له خلکو د پیسو په راټولولو سره د ۱۲ کیلومټر سړک د بیارغولو چارې د خواجه بهاوالدین له ولسوالۍ څخه تر کیوان سېمې پورې چې د رستاق او چاه‌اب اوسېدونکي یې هم له ګټې برخمن کېږي، د جوړولو چارې پیل کړې دي، پر دغه کار پنځه میلیون افغانۍ لګښت راځي او په بشپړېدو سره یې د مواصلاتي لارې نشتوالي له پلوه د زرګونو کورنیو ستونزې هواریږي.»

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version