ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال یو میلیارد او ۵۳۶ میلیون ډالر نغدي بشري مرسته افغانستان ته رارسېدلې ده

20 Mar 2023 - 15:49
20 Mar 2023 - 15:49

کابل (پژواک، ۲۹ کب ۱۴۰۱): په ۱۴۰۱ کال کې یو میلیارد او ۵۳۶ میلیون ډالره نغدي بشري مرسته افغانستان ته رارسېدلې او دغه کچه د تېر کال په وروستیو څلورو میاشتو کې ۴۵۴.۴ میلیون ډالر وه.

افغانستان کې په تېرو ۱۶ میاشتو کې د دغو مرستو ټولیزه کچه نږدې دوه میلیارد (۱۹۹۰.۴ میلیون ډالرو) ته رسېږي.

تېر کال د زمري میاشتې په ۲۴مه د افغانستان اسلامي جمهوریت له منځه ولاړ او ځای یې اسلامي امارت ونیو.

له دغه تحول وروسته د امریکا متحده ایالتونو د افغانستان پر نوي سرپرست حکومت بندیزونه ولګول او د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر شتمني یې کنګل کړه او دغه کار په افغانستان کې د سختو اقتصادي ستونزو لامل شو، خو له لږ ځنډ وروسته نړۍوالې ټولنې له افغانستان سره مرستې پیل کړې.

افغانستان بانک تېر کال د لېندۍ په لسمه اعلان وکړ چې ۱۶ میلیون امریکایي ډالر بشري مرسته کابل ته راورسېده او یوه خصوصي بانک ته وسپارل شوه.

د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، تېر کال د لېندۍ په لسمه د یادو مرستو لومړۍ کڅوړه (۱۶ میلیون ډالره)، د همدې میاشتې په ۱۶مه دویمه کڅوړه (۱۶ میلیون ډالر) او ورپسې دوه ۱۹.۳ میلیون ډالري کڅوړې او د تېر کال تر پایه دوولس ۳۲ میلیون ډالري کڅوړې کابل ته راورسېدې.

د یاد بانک پر وېبپاڼه د خپاره شوو معلوماتو له مخې، د تېر کال په وروستیو څلورو میاشتو کې د دغو مرستو ټولټال کچه ۴۵۴.۴ میلیون ډالرو ته ورسېده.

د سرچینې معلومات ښیي چې په روان ۱۴۰۱ کال د دغو مرستو ټولیزه کچه یو میلیارد او ۵۳۶ میلیون ډالر کېږي.

په روان کال کې د دغو بشري مرستو دیارلس «۳۲ میلیون ډالري» او اته ویشت «۴۰ میلیون ډالري» کڅوړې افغانستان ته رارسېدلې دي.

د دغو مرستو وروستۍ کڅوړه د روانی کب میاشتې په ۲۳مه هېواد ته رارسېدلې ده.

د افغانستان بانک مرستیال ویاند حسیب الله نوري د روان کال په لړم میاشت کې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې دغه بشري مرستې د امریکا متحده ایالتونه، اروپا او نور هېوادونه کوي.

هغه ویلي وو: «لکه څرنګه یې چې له نوم څخه ښکاري، بشري مرستې دي او په همدې بشري برخو کې لګول کېږي.»

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي (يوناما) په تېره مرغومي میاشت کې ویلي وو چې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو نغدي مرستې په يوه خصوصي بانک کې د ملګرو ملتونو په بانکي حسابونو کې ساتل کېږي او د ملګرو ملتونو ادارې له دغو پیسو د خپلو بشري فعاليتونو لپاره کار اخلي.

د اقتصادي چارو پوه قیس محمدي مخکې پژواک خبري اژانس ته ویلي وو چې دغه مرستې د افغانستان پر اقتصاد او د خلکو پر ژوند مثبت اغېز لري.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت په جوړېدو سره د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه لوړه شوه او ورسره د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې چې خلک یې ډېر زیات اندېښمن کړل، خو همدا مرستې وې چې افغانۍ ورسره بیا ثبات پیدا کړ.

Views: 98

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version