ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درېیو میاشتو کې۲۷۶ ټانکره بې‌کیفیته تېل له افغانستانه بېرته ایران ته ګرځول شوي

29 Mar 2023 - 15:14
29 Mar 2023 - 15:14

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۲): په تېرو درېیو میاشتو کې ۲۷۶ ټانکره بې‌کیفیته تېل له افغانستانه ایران ته ګرځول شوي او «انسا» وایي، که یو کس په یوه جواز په مکرر ډول درې ځله بې‌کیفیته توکي وارد کړي، جواز یې تور نوملړ کې شاملېږي.

د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې (انسا) له افغانستانه ایران ته د بې‌کیفیته تېلو د ګرځولو راپورونه په خپله ټوېټرپاڼه کې خپاره کړي دي.

پژواک خبري اژانس په دې اړه د تېرو درېیو میاشتو (د ۱۴۰۱ کال د مرغومي له دوولسمې د روان کال د وري تر نهمې) معلومات راټول کړي دي.

معلومات ښیي چې تېر کال ۲۶ ټانکره تېل په مرغومي میاشت کې، ۶۷ ټانکره په سلواغې میاشت کې، ۱۷۴ ټانکره په کب میاشت کې او ۹ ټانکره د روان کال په وري میاشت کې بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ۱۶۰ ټانکره تېل د هرات ولایت د اسلام‌کلا بندر له لارې، ۸۶ ټانکره د فراه ولایت د ۷۸میل بندر له لارې او ۳۰ ټانکره بیا د نیمروز ولایت له بندره بېرته ګرځول شوي دي.

هېواد ته د بېکیفیته تېلو له وارداتو شکایتونه

د تېلو یو سوداګر حاجی نجیب‌الله رئیس وایي: «ځیني سوداګر په ایران کې تېل په ارزانه بیه اخلي او وایي، که مو په بندر کې تېر کړای شو نو ښه تر ښه، که تېر نه شول بېرته به مسترد شي؛ یا یې هم په ترانزیټ ډول راوړي، دغه کار پخوا ډېر کېده، خو اوس الحمدالله تر ډېره کم شوی او اجازه نه ورکول کېږي چې هېواد ته بې‌کیفیته تېل را وارد شي.»

رئیس وایي، هېواد ته د بې‌کیفیته تېلو واردول د خلکو او د افغانستان د اقتصاد په زیان دي او باید مخه یې ونیول شي.

په کابل ښار کې یوه موټرچلوونکي نبي‌الله پژواک ته وویل، ځيني د تېلو سوداګر د رقابت لپاره بې‌کیفیته تېل په ارزانه بیه پېري او د بازار له بیې یې یو څه ارزانه پر خلکو پلوري.

هغه وویل: «بې‌کیفیته تېل ارزانه درکوي، خو وروسته به موټر پرې سم نه چلېږي، کله به چالان کېږي، کله به ګل کېږي او د موټر ماشین هم ورسره خرابېږي.»

هغه وایي، حکومت باید د دې ترڅنګ چې په بندرونو کې د بې‌کیفیته تېلو د وارداتو مخه نیسي، په پمپونو کې هم د تېلو کیفیت چیک کړي.

یو بل موټرچلوونکی سیدعظیم وایي، سره له دې چې د بې‌کیفیته تېلو واردېدو مخنیوی کېږي خو اوس هم په بازارونو کې ډېر بې‌کیفیته تېل پلورل کېږي او حکومت یې باید مخه ونیسي.

هغه وایي، د تېلو په پمپونو کې بیې توپیر کوي؛ د ځينو بیې لوړې او د ځينو ټیټې وي.

د نوموړي په اند، که چېرې په ټولو پمپونو کې د تېلو د پلور لپاره یوه بیه و ټاکل شي نو تر ډېره به د بې‌کیفیته تېلو راوړلو مخنیوی وشي.

«هېواد ته د بېکیفیته توکو د وارداتو مخنیوي لپاره قوي هوډ شته»

د سټنډرډ ملي ادارې ویاند عاشق‌الله وزیري پژواک ته وویل چې دغه اداره د بې‌کیفیته توکو د وارداتو مخنیوي لپاره قوي هوډ لري.

نوموړی وایي، یاد ۲۷۶ ټانکره وروسته له هغه بېرته ایران ته ګرځول شوي چې د کیفیت لابراتواري ټېسټ وښوده چې له سټنډرډ (معیار) سره برابر نه دي.

هغه وویل: «دا مهمه نه ده چې دغه تېل څوک راوړي، خو هر هغه څوک چې بې‌کیفیته تېل هېواد ته را  وارد کړي مخه به یې نیول کېږي، همداراز هر هغه څوک چې په یوه جواز درې ځله په مکرر ډول بې‌کیفیته تېل را وارد کړي جواز یې تور ليست کې اچول کېږي او بیا اجازه نه لري چې تېل هېواد ته را وارد کړي.»

هغه له جزییاتو ورکولو پرته وویل چې د ځینو شرکتونو جوازونه په تور ليست کې شامل شوي دي.

وزیري وایي، یادې ادارې له هغو هېوادونو سره هم خبرې کړې چې افغانستان ترې واردات کوي او ترې غوښتي یې دي چې د ښه کیفیت توکي افغانستان ته وارد کړي.

نوموړي په بازار کې د بې‌کیفیته تېلو د شتون په اړه د خلکو د شکایتونو په ځواب کې وویل، د یادې ادارې ټیمونه په کابل ښار او ولایتونو کې هم څارنه کوي څو د بې‌کیفیته تېلو پلورونکي پیدا کړي او قانوني چلند ورسره وکړي.

هغه له ټولو سوداګرو وغوښتل چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد او له افغانستانه هم باکیفیته توکي نورو هېوادونو ته صادر کړي، څو افغاني محصولات په نړۍوال بازار کې ځای ومومي.

Views: 100

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version