ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه خرما مرسته وکړه

1 Apr 2023 - 12:30
1 Apr 2023 - 12:30

کابل (پژواک، ۱۲ وری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د سعودي سفارت ویلي چې د دغه هېواد د ولسمشر ملک سلمان د بشري مرستو مرکز له افغانستان سره د ۱۰۰ ټنه خرما مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د سعودی سفارت دا مطلب نن (شنبه) یوه ټويټ کې څرګنده کړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې دغه مرسته تېره ورځ د سرې میاشتې استازي غلام حبیب حسام ته سپارل شوې ده.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ متحده عربي اماراتو د هېواد له زلزله ځپلو سره د ۳۸،۵ ټنو خوراکي توکو، جامو او درملو مرسته کړې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version