ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غور – کابل لویه‌لار بېرته پرانیستل شوه

5 Apr 2023 - 13:09
5 Apr 2023 - 13:09

فېروزکوه (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۲): د غور – کابل لویه‌لار له درې ورځو تړل ‌کېدو وروسته نن بېرته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.

د یادونې ده، یاده لویه‌لار درې ورځې مخکې د سختې واورې ورېدنې له امله په بکک کوتل سیمه کې تړل شوې وه او دواړو غاړو ته د مسافرو لسګونه موټر ایسار پاتې وو.

د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل: «هغه مسافر په تېرو ورځو کې د واورې ورېدو له امله په بکک کوتل کې بند پاتې وو، نن سهار د اسلامي امارت له لوري د استول شوي ټیم له لوري وژغورل شول.»

د غور ځايي مسوولینو ویلي وو، ۲۰ مسافروړونکي موټر چې د ښځو، ماشومانو او ناروغانو په ګډون لسګونه مسافر پکې سپاره دي، د بکک کوتل دواړو لورو ته په واورو کې بند پاتې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version