ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا: د ملګرو ملتونو ادارو پر افغان ښځینه کارکوونکو بندیز به افغانان نور هم زیانمن کړي

6 Apr 2023 - 22:08
6 Apr 2023 - 22:08

اټلانټا (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۲): د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې خپلو خلکو ته لومړیتوب ورکړي او د ملګرو ملتونو ادارو پر افغان ښځینه کارکوونکو لګولی بندیز دې لغوه کړي.

ملګرو ملتونو پرون وویل چې سرپرست حکومت ورته ویلي چې د دغه سازمان  ادارو کې پر افغان ښځینه کارکوونکو بندیز لګول شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د وري په ۱۷مه په یوه ټویټ کې د سرپرست حکومت پر دې پرېکړه کلکه نیوکه کړې او هغه یې د شرم وړ بللې ده.

هغه زیاته کړې: «دا چاره به زیانمنونکي افغانان چې په بشردوستانه مرستو پورې تړلي دي، وګواښي؛ موږ له طالبانو غواړو چې افغانانو ته لومړیتوب ورکړي او دا پرېکړه لغو کړي.»

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هم په یوه ټویټ کې ویلي چې هېواد یې له ملګرو ملتونو سره ولاړه دی او د سرپرست حکومت دا پرېکړه غندي.

هغه دغه راز زیاته کړې چې د سرپرست حکومت دا پرېکړه به افغانان نور هم زیانمن کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي او په افغانستان کې د دغه سازمان دفتر یوناما هم دا پرېکړه غندلې او ویلي یې دي چې ورته د منلو وړ نه ده.

د ملګرو ملتونو سازمان په وینا، له دې مخکې یې څو ښځینه کارکوونکې له ځورولو، وېروولو او نیولو سره مخ شوې دي؛ له همدې امله د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې خپلو ټولو کارکوونکو ته امر کړی چې تر بلې خبرتیا دغه دفتر ته راپور ورنه‌کړي.

Views: 90

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version