ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږو ولایتونو کې له څه باندې ۳۲ زره کورنیو او کسانو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته وشوه

شپږو ولایتونو کې له څه باندې ۳۲ زره کورنیو او کسانو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته وشوه

author avatar
19 Apr 2023 - 16:55
شپږو ولایتونو کې له څه باندې ۳۲ زره کورنیو او کسانو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته وشوه
author avatar
19 Apr 2023 - 16:55

کابل (پژواک، ۳۰ وری ۱۴۰۲): په پکتيکا، بلخ، غزني، لغمان، نيمروز او سمنګان کې له څه باندې ۳۲ زره کورنيو او کسانو سره د خوراکي او نورو توکو مرسته وشوه.

د پکتیکا  د کلیو د پراختیا او بیارغونې ریاست وایي، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې پر ۲۸۰۰۰ کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

یاد ریاست زیاتوي، دغه مرستې د خوړو نړۍوال سازمان په مالي لګښت او د «RHDO» په همکارۍ وېشل شوې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې مرسته شوو توکو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۶ کیلو دال، ۵ لېتره غوړي، مالګه او د ماشومانو او مېرمنو لپاره د تغذیي ځانګړي مواد شامل دي.

بلخوا بلخ کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د شاوخوا سل زره امریکایي ډالرو په ارزښت له ۲۲۰۰ معلولینو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

بلخ کې د منجي موعود فرهنګي، ټولنیز او خیریه بنسټ مشر سید حیدر هاشمي وایي، دغه مرسته د روژې میاشتې په مناسبت له ۲۲۰۰ معلولینو سره شوې ده.

د نوموړي په وینا، په یاده مرسته کې ۵۰ کیلوګرام اوړه، ۱۰ کیلوګرام وریجې، ۵ لېتره غوړي، چې ټولیز ارزښت یې څه باندې سل زره امریکایي ډالرو ته رسېږي، شامل دي.

غزني کې پر ۶۷۲ یتیمو ماشونو چې نجونې او هلکان په کې شامل دي، د کوچني اختر لپاره کالي، څپلۍ او نور توکي ووېشل شول.

د غزني د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي محمدحنیف سیف الخالد پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاده مرسته له دوی سره په همغږۍ د النصیر خیریه بنسټ له لوري وشوه او له هر ماشوم سره درې متره رخت، یوه جوړه څپلۍ، د هلکانو لپاره یوه خولۍ او د یتیمو نجونو لپاره یو یو ټېکری شامل وو.

هغه زیاته کړه، دغه بنسټ د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم په ۳۸۰ هغو کورنیو باندې چې سرپرست او یا داسې څوک نه لري چې نفقه یې برابره کړي، د اوړو، غوړیو، بورې او نور د اړتیا وړ خوراکي توکو مرسته وکړه.

همدارنګه د لغمان په مرکز او ولسوالیو اړوند له ۶ سوه اړمنو کورنیو سره «په امریکا او اروپا کې د لغمانیانو خیریه بنسټ» له خوا د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د یاد خیریه بنسټ استازي انجنير عطامحمد افغان پژواک خبري اژانس ته وویل چې هرې کورڼۍ ته یې یوه یوه بوجۍ اوړه وېشلي دي.

د یو بل خبر له مخې، لغمان کې له ۱۲۹ بېوزلو کورنیو سره د خوراکي او د غیرخوراکي توکو مرسته وشوه.

د لغمان د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس قاري خیرمحمد غازي پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ ۶۱ هغه کورنیو ته چې په دې وروستیو ورښتونو کې زیانمنې شوې وې، د اشپزخانې بشپړ سيټ، درې کمپلې، سولري ګروپونه، خېمې او نور اړین توکي ورکړل شول.

ده زیاته کړه، په ورته مهال له ۶۸ نورو اړمنو کورنیو سره هم د (WFP) له خوا د خوراکي توکو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرام اوړه، لس کیلوګرام غوړي، ۱۲ کیلوګرام دال او نیمه کیلوګرام مالکه ووېشل شول.

د یو بل خبر له مخې، په نیمروز کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې نشراتی مدیر نقیب‌الله نورزاد پژوک ته وویل چې نن په مرکز زرنج او خاشرود ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ بېوزلو، کونډو او معلونو کسانو لپاره د خوراکي توکو د بستو د وېش لړۍ پیل شوه.

هغه زیاته کړه، دغه مرستې د ملک سلمان خیریه مرکز او اسلامي همکاریو سازمان له لوري په نیمروز کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ریاست د استازولۍ په همغږۍ په دغه ولایت کې وېشل کېږي.

د هغه په خبره، هرې کورنۍ ته ۴۰ کیلوګرامه اوړه، پنځه کیلوګرامه لوبیا، پنځه کیلوګرامه وریجې، پنځه کیلوګرامه غوړي، درې کیلو بوره او دوې کیلو خرما وېشل کېږي.

له بلې خوا د سمنګان په مرکز ایبک ښار کې له ۲۳۵ اړمنو کورنيو سره د اسلامي بانک او عزيز بانک له خوا مرسته شوه.

سمنګان کې د اسلامي بانک مسوول سید ادریس وايي، هرې کورنې ته يوه بورۍ اوړه، یوه بورۍ وریجې، پنځه لېتره غوړي او درې کيلو لوبیا ورکړل شوه.

Views: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.