ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یمن کې د مرستو وېشلو پر مهال شاوخوا ۷۸ کسان مړه شوي

20 Apr 2023 - 11:51
20 Apr 2023 - 11:51

کابل (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۲): په یمن کې د مرستو د وېش پر مهال د ګڼې‌ګوڼې له امله شاوخوا ۷۸ کسان مړه او ٣٢٢ نور ټپيان شوي دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د یمن په پلازمېنه صنعا ښار کې د اپرېل په ۲۰مه د مرستو د وېش پر مهال د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له امله شاوخوا ۷۸ کسان مړه شوي دي.

سرچينې ویلي چې یو شمېر کسان ټپیان شوي هم دي چې د ۱۳ ټپیانو روغتیایي وضعیت ښه نه دی.

دغه راز یاده پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د مرستو ترلاسه کولو لپاره یوه ښوونځي کې سلګونه کسان راغونډ شوي وو او هر کس ته د نهه ډالرو په ارزښت مرسته ورکول کېده.

سرچينې د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې د مرستو د وېش هدف او د دې راټولېدنې په تړاو یې دوه سوداګر نیولي او پلټنې ترې روانې دي.

دغه راز طلوع‌نيوز په دې اړه يو راپور کې ويلي چې په ياده پېښه کې ٨٥ کسان مړه شوي او ٣٢٢ نور ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، شاوخوا اته کلنو راهیسې په یمن کې کورنۍ جګړې دي چې له امله په میلیونونو کسان له بېوزلې سره مخ دي.

Views: 47

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version