ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: هېواد يوازې په ملي او ولسي سوله او عادل نظام جوړېداى شي

21 Apr 2023 - 01:40
21 Apr 2023 - 01:40

اټلانټا (پژواک، ۳۱ وری ۱۴۰۲): پخواني ولسمشر اشرف غني په خپل اختریز پیغام کې د هېواد بشري وضعیت ناسم بللى خو ويلي يې دي چې د هېواد بقا په خيراتونو نه تضمينيږي.

اشرف غني په دغه غږيز پیغام کې د کوچني اختر د را رسېدو له امله د نړۍ ټولو مسلمانانو او افغانانو ته مبارکي ويلې ده.

هغه د نړۍ له مسلمانانو غوښتي چې په دې مناسبت له افغانانو سره خپل یووالی څرګند کړي.

غني ویلي چې د افغانانو يوه بله روژه هم په "مبهمه واکمنۍ" او اندېښنو کې  تېره شوه او زياتوي چې هېواد منطقوي سپکاوي او د نړۍوالې انزوا لور ته روان دى.

هغه زياته کړې: «افغانستان په تاریخي لحاظ خپل قوت د خپلو قومونو او ژبو له رنګارنګۍ ترلاسه کړی دی؛ په تېرو زرو کلو کې جلا جلا قومونو پر دې خاوره حاکمیت کړی او نور ولس ورسره د ګډ افغان وطن په لمن کې یو ځای شوی دی، اوس دغه لرغوني تاریخ ته له پام پرته له بېلابېلو خواوو، مشترک ملي هویت تر حملې لاندې دی.»

نوموړي دغه راز ويلي د نجونو د زده کړو او کار مخنيوى د پښتنو د کلتور برخه نه ده بلکې دغه ډول تګلاره د ټولو ملي ارزښتونو خلاف عمل دى.

غني ادعا کوي چې په هېواد کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي، نړۍوالې بشري مرستې د لنډمهال لپاره د بحران مخه نیولې خو تاریخ ګواه دی چې هېڅ ملت پر خیراتونو بقا نه لري.

هغه ویلي: «هماغسې چې جنګسالاران زموږ د سترو قومونو – تاجکانو، هزاره ګانو، ازبکانو، ترکمنانو، بلوڅانو، نورستانیانو، پشه یانو او نورو نماینده‌ګی نه شي کولی، طالبان هم د پښتنو استازيتوب نه شي کولى.»

ده يو ځل بيا په سرپرست حکومت غږ کړى چې د انحصار لار پرېږدي ځکه هېواد يواځې په ملي او ولسي سوله او عادل نظام جوړېداى شي.

دی وایي: «موږ څلور کاله وړاندې د باعزته سولې لور ته اول ګام د اختر په اوربند پورته کړ، دا د افغانستان د بحران تاریخ کې بې سابقه کار و چې متخاصمې خواوې د ټوپکو خولې یوځای بندې کړي، هلته دا امکان جوړ شوی و چې ملت طالبانو ته غېږه ورکړي او د دواړو خواوو دردونه ټکور شي.»

&nbsp . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version