ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سوډان کې د جګړې دوام؛ امریکا په خرطوم کې خپلې سفارتي چارې وځنډولې

23 Apr 2023 - 12:37
23 Apr 2023 - 12:37

کابل (پژواک، ۳ غویی ۱۴۰۲): د امریکا متحده ایالتونو په سوډان کې خپل فعالیت ځنډولی او د دغه هېواد له پلازمېنې خرطوم څخه يې د سفارت مامورین او د هغوی د کورنيو غړي ایستلي دي.

په سوډان کې له شاوخوا یوې اونۍ راهېسې د دغه هېواد د پوځ او ملیشه ځواکونو ترمنځ د واک پر سر نښته رامنځته شوې او د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې،  تر اوسه له ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۳۵۰۰ ډېر نور ټپیان دي.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په یاد هېواد کې د خپل سفارت چارې ځنډولې دي. د سوډان د چټک ملاتړ ځواکونو قوماندانۍ هم تائید کړې چې له دغه هېواده امریکایي ډیپلوماټان وتلي او د تخلیې په بهیر کې یې له امریکایي ځواکونو سره همغږي کړې وه.

په راپور کې راغلي، د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت هم تائید کړه چې په خرطوم کې د امریکا سفارت خپل فعالیت ځنډولی او د سفارت ټول مامورین او د هغوی د کورنيو غړي یې ایستلي دي.

سره له دې چې د کوچني اختر د رخصتو په ورځو کې د اوربند اعلان شوی و، خو دغه اوربند ناکام شوی او جګړه بیا پیل شوې ده.

Views: 53

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version