ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د ځمکني توتانو کرکیلې ته لېوالتیا ډېره شوې

27 Apr 2023 - 12:13
27 Apr 2023 - 12:13

مزارشریف (پژواک، ٧ غویي ۱۴۰۲): بلخ کې د ځمکني توتانو کرلو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې او اوسمهال په دغه ولایت کې پر شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه یاد توتان کرل شوي دي.

کروندګر او سوداګر د ځمکني توتانو کرلو ته  د لېوالتيا د ډېرېدو لامل د کوکنارو پر کښت بندیز ګڼي.

دوی دغه‌راز وایي چې ځمکني توتان ژر خرابېږي، نو حکومت باید سړې خونې ورته جوړې کړي.

عبدالرشید د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ د لنګرخانې کلي یو بزګر وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله یې له ځمکني توتانو ښه حاصلات ترلاسه کړي او بازار يې هم ښه دى.

عبدالرشید دغه‌راز وایي، که حکومت له کروندګرو ملاتړ وکړي، نو د ځمکني توتانو حاصلات او بازار به تر دې هم ښه شي.

عبدالودود د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ یو بل کروندګر هم وایي چې په دغه ولایت کې د ځمکني توتانو کرلو ته د بزګرانو لېوالتیا ډېره شوې او لامل يې هم د کوکنارو پر کښت بندیز دى.

عبدالودود د کیمیاوي سرې او تېلو د بیې لوړوالي ترڅنګ د سړو خونو نشتوالی د دوی پر وړاندې له عمده ننګونو بولي او له حکومته یې د حل غوښتنه کوي.

د تازه میوو یو پلورونکی حیدر هم وایي چې ډېری مېوې په ځانګړې توګه ځمکني توتان ژر خرابېږي او حکومت باید د سړو خونو په جوړولو سره له کروندګرو ملاتړ وکړي.

يو بل هټۍوال سیدخان هم ورته غوښتنې لري او زیاتوي که حکومت له کروندګرو ملاتړ وکړي، نو افغانستان به د مېوې برخه کې بل هېڅ هېواد ته اړ نه شي.

بلخوا، د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیر محمد حسین عظیمي وایي چې د دغه ولایت په نهرشاهي، بلخ، دهدادي، چمتال او شولګرې ولسوالیو کې پر شاوخوا ۲۰۰ جریبه ځمکه ځمکني توتان کرل شوي دي.

هغه وایي چې د افغانستان د کرنې وزارت پر بنسټیزو پروژو کار کوي او پلان لري څو په نږدې راتلونکي کې د تازه مېوو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي.

ځمکني توتان د بلخ ولایت ترڅنګ په ننګرهار او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم کرل کيږي.

Views: 42

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version