ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«د ملګري په نوم پاڼه مو د پردیو خواله رسنیو له سختو شرایطو د خلاصون په موخه جوړه کړه»

1 May 2023 - 11:34
1 May 2023 - 11:34

کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۲): یو افغان وایي، د ملګرو په ملتیا یې د «ملګري» په نوم ټولنیزه رسنۍ ځکه جوړه کړې چې هېوادوال یې د پردیو خواله رسنیو له «سختو شرایطو او نه زغمونکي بوج» څخه وژغوري.

یوې ډلې افغان ځوانانو د «ملګري» په نوم فېسبوک ته ورته ټولنیزه رسنۍ جوړ کړې چې په دې ورستیو کې یې ډېر مینه‌وال موندلي او لاهم د دوی کاروونکي ورځ په ورځ په زیاتېدو دي.

د یادې خواله رسنۍ فرهنګي مسؤول حامد افغان نن (د غویي ۱۱مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې یو شمېر افغان ځوانانو د ‎ملګري پاڼه او ورسره مل کاریالونه یا اپلکیشنونه په متحده عربي اماراتو کې د یوه پیاوړي اړیکتیایي ټکنالوژي شرکت  (IT company) په تخنیکني ملاتړ جوړ شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د یادې پاڼې له جوړېدو نږدې یو کال کېږي، خو په پیل کې یې یو څه تخنیکي ستونزې لرلې او تر اوسه تر شل زرو ډېر کاروونکي لري او وروسته له دې به یې دغه شمېر نور هم ډېر شي.

هغه وایي، د دې رسنۍ ځینې ځانګړتیاوې پېژندل شوو خواله رسنیو ته ورته دي؛ لکه د متن، انځورونو او وېډیوګانو خپرول، د خلکو له خوا د خپرو شوو توکو خوښول، پر خپرو شوو توکو تبصره کول او له نورو سره یې شریکول….

د هغه په وینا، د ملګري پاڼه د کاروونکو لپاره د پاڼې جوړولو او بازارموندنې برخې هم لري خو په راتلونکي کې به نور نوښتونه هم پکې رامنځته شي.

د افغان د معلوماتو له مخې، د ملګري پاڼه په (https://malgari.com) لینک پرانیستل کېږي او په «انډوریډ» «پلې سټور» او «اپل سټور» کې د ملګري (MalGari)په نوم ځای پر ځای شوې ده.

حامد افغان د «ملګري» پاڼې د جوړښت د موخې په اړه وایي: «ښکاره خبره ده چې نن د نړۍ پرېمانه لوی او واړه انسانان خواله رسنیو کې بوخت دي او دا بوختیا د ډېرو خلکو اعتیاد او نېشه ګرځېدلې ده، له دې سره موږ وینو چې د غربي نړۍ مشهورې خواله رسنۍ پر نړۍ خپل راج چلوي، خصوصاً لکه فېسبوک، انسټاګرام، ټویټر، لینکډ ان او نور. دوی نړۍواله سوشل میډیا کې تر ټولو بارز او څرګند رول لري، له دې سره دوی ځیني داسې شرایط لري خصوصاً زموږ د هېواد په ارتباط چې هغه غیرعادلانه او ان ظالمانه دي، بلکې د میتا کمپنۍ اړوند خواله رسنۍ خو په نړۍ کې د امریکا جابرانه او ظالمانه سیاستونه تعقیبوي او تنفیذوي، په دې برخه کې وضاحت ته اړتیا ځکه نشته چې د خواله رسنۍ کاروونکو ته دا قیود او شرایط ښه څرګند دي.»

د هغه په وینا، د پردیو سوشل میډیا د دومره سختو شرایطو تر بوج لاندې کارول، لوی عذاب او مصیبت دی؛ خواله رسنۍ چې د اعتیاد کچې ته ورسېږي هسې هم لوی عذاب او ځوروونکې رواني ناروغي ګرځي، چې له دې سره په افغانستان کې د ډېرو خلکو کمزوری نالوستیتوب یا سواد او یا بېخي نشت سواد دغه عذابونه څو چنده زیات او سخت کړي دي.

هغه وایي، له دغو سختو شرایطو او نه زغمونکي بوج له عذابه د خپلو خلکو د ایستلو په نیت یې له څو ملګرو سره په ګډه اراده وکړه چې خپله خواله رسنۍ جوړه کړي.

حامد وایي، له ملګري اپلکیشن څخه ټول هغه خلک ګټه پورته کولای شي چې د لیک لوست وړتیا ولري او  انټرنټ، کمپیوټر او ګرځنده ټېلیفون ته لاسرسی ولري.

هغه زیاتوي چې په ملګري پاڼه کې د حساب یا اکاونټ پرانیستو لپاره یوازې برېښنالیک ته اړتیا ده.

نوموړي وویل، هڅه کوي چې په یاده پاڼه کې حساب د موبایل په شمېره هم جوړ شي او دا یې د راتلونکي پلان دی.

د حامد افغان د معلوماتو له مخې، د ملګري خواله رسنۍ د کاروونکو لپاره برېښنایي نومرې هم ورکوي او کله چې ۵۰ ډالرو ته ورسېږي، بیا کولی شي چې په نغد ډول یې ترلاسه کړي او خپلو کاروونکو ته د ورېفیکشن یا شین نښان هم د یوې لایحې له مخې ورکوي.

هغه له حکومت او خلکو وغوښتل چې د ملګري پاڼې ملاتړ وکړي او خپل کاروبار ته د همدې پاڼې پر مټ د اعلاناتو له لارې بازارموندنه وکړي، څو دغه پاڼه نوره هم پرمختللې شي.

Views: 1936

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version