ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سږ کال ننګرهار کې پر څه باندې اته زره جريب ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي

6 May 2023 - 18:42
6 May 2023 - 18:42

جلال‌اباد (پژواک، ۱۶ غويی ۱۴۰۲): د ننګرهار د کانال ریاست مسوولین وایي، سږ کال یې په څلورګونو فارمونو کې پر ۸۰۳۸ جريب ځمکه هندواڼې او خټکي کرلي چې حاصلات یې د تېرو کلونو په پرتله ډېر اټکل شوى دی.

چارواکي زیاتوي، تېر کال د کانال رياست اړوند د څلورګونو فارمونو پر ۳ زره جريب ځمکه هندواڼې کرل شوې وې چې ۱۴۶۷۰ ټنه حاصل يې ورکړی و او له درکه يې ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي وو.

د یاد ریاست ویاند سید همایون غريبمل پژواک اژانس ته وويل، تېر کال شاوخوا ۱۴۶۷۰ ټنه هندواڼې ترلاسه شوې وې، خو سږ کال به یې حاصلات تر دې څو چنده ډېر وي.

هغه زیاتوي، د کانال رياست په څلورګونو فارمونو کې سږ کال پر ۸۰۳۸ جريب ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي، نو ځکه اټکل شوی چې د حاصلاتو کچه یې هم لوړه وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version