ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د هوایي کارګو شرکت پرانیستل شو

13 May 2023 - 19:10
13 May 2023 - 19:10

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د هوايي کارګو په برخه کې یو شرکت په فعالیت کړ، چې د مسوولینو په وینا، د صادراتو او وارداتو کچه به ورسره لوړه شي.

د مفيد کارګو لوژستيکي شرکت د غویي په ۲۳مه، د کابل هوایي ډګر کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې لوړ پوړو چارواکو برخه اخیستې وه، پرانیستل شو.

د مسوولینو په وینا، اوسمهال دغه شرکت له دوبۍ څخه افغانستان ته د سوداګريزو توکو په واردولو سره خپل فعالیت پیل کړی دی. او ټاکل شوې دا شرکت به له کابل څخه هم متحده عربي اماراتو ته ځینې سوداګریز توکي انتقال کړي.

د مفید ګروپ استازي عبدالکریم عارفي وویل چې نن یې په امتحاني توګه ۱۸ ټنه توکي ددې شرکت په یوه کارګو الوتکه کې کابل ته راوړل.

هغه زیاته کړه، د هوایي کارګو له لارې د نړۍ ټولو هېوادونو ته د مالونو لېږدولو وړتیا لري.

عارفي په دې برخه کې د پانګونې په اړه معلومات ورنه کړل، خو زیاته یې کړه چې دوی د هوا او ځمکې له لارې په کم وخت کې د  خلکو او سوداګرو توکي لیږدولی شي.

د سوداګرۍ سرپرست وزیر نور الدین عزیزي ددې شرکت د پرانستې په مراسمو کې وویل ، دوی  په هېواد کې د اقتصادي پرمختګ لپاره د هر ډول اقدام هرکلی کوي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وایي، چې دا شرکت اړين او سوداګريز توکې د هوا او ځمکې له لارې د نړۍ هر ګوټ ته انتقالوي او له نورو شرکتونو سره يې يو توپير دا دی چې د ډيمریچ پیسې نه اخلي او که توکي د نړي کوم ځای ته په ځنډ هم رسېږي اضافي لګښت پرې نه راځي.

افغانستان په وچه کې ګیر هیواد دی او اکثره افغان سوداګر بهرنیوهیوادونو ته د سوداګریزو مالونو د لیږد او په بهر کې په ګمرکونو کې د ډيمریچ د اضافي لګښت څخه شکایت کوي.

هغه هیله څرګنده کړه، چې ددغه شرکت فعالیت به بهرنیو هیوادونو ته د افغانستان د صادراتو په زیاتیدو کې مرسته وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې تیر کال یې بهرنیو هیوادونو ته د شاوخوا دوه ملیاردو ډالرو په ارزښت سوداګریز توکي صادر کړي و.

بلخوا د سوداګرۍ خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند یادو مراسمو کې د وینا پر مهال غوښتنه وکړه چې له خصوصي سکتور څخه باید ملاتړ وشي .

هغه وویل چې اوسمهال د صادراتو او وارداتو لړۍ په ښه توګه روانه ده.

[/restrict]

Views: 130

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version