ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پوهنې وزیر: د مدارسو ترڅنګ ښوونځيو جوړولو ته هم ځانګړې پاملرنه لرو

17 May 2023 - 17:16
17 May 2023 - 17:16

پارون (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۲): د پوهنې سرپرست وزير مولوی حبیب‌الله اغا په نورستان کې د جهادي مدرسې په پرانيست‌غونډه کې ویلي چې د دیني مدرسو نصاب کې يې عصري مضامینو ته هم  ځای ورکړی او د ښوونځیو جوړولو ته هم ځانګړې پاملرنه لري.

په نورستان کې نه یوه لویه جهادي مدرسه د يو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ  کې پرانیستل شوه؛ په دغو مراسمو کې د پوهنې وزيرشيخ حبيب‌الله اغا، د امربالمعرف او نهي عن‌المنکر سرپرست  وزير شيخ خالد حنفي، د نورستان والي شيخ شیراحمد حقاني، د یو شمېر ادارو مسوولينو، علماوو او ولسي خلکو ګډون کړی و.

د پوهنې سرپرست وزير مولوی حبیب‌الله اغا یادې غونډې په خبرو کې وويل: «د اسلامي امارت برکت دی چې موږ په نورستان کې په پوره امن او ډاډ سره د يوې سترې جهادي مدرسې پرانيسته کوو، دا هر څه د جهاد او سرښندنو برکت دی، په ټوله معنا اسلامي نظام جوړ دی او ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ ده، نو موږ ته لازمه ده چې د اسلامي امارت په کلکه ملاتړ او د پرمختګ لپاره يې په ګډه کار وکړو.»

هغه زياته کړه، د يوې مدرسې او تعليمي مرکز په جوړېدو سره د زندان دروازه تړل کېږي؛ ځکه چې ټول د الله تعالی پر دين، په ښو او بدو پوهېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version