ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د ملي ثبات عامه کتابتون پرانیستل شو

17 May 2023 - 17:10
17 May 2023 - 17:10

 کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د ملي ثبات ټولنې مشر ضیاءالحق امرخېل په هېواد کې د «تغییر» لپاره پر کتاب تمرکز مهم بولي وایي، اسلامي امارت دې د نجونو پر وړاندې ښوونځي او پوهنتونه پرانیزي کنه نور خلک به هم له هېواده ووځي خو د اطلاعات او کلتور استازی وایي، په کال نیم کال کې به دغه ستونزه حل شي.

هغه دغه څرګندونې نن په کابل کې د ملي ثبات عامه کتابتون پرانیستې غونډې ته وکړې.

د پخواني ولسمشر محمداشرف غني سلاکار او د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل وویل، نظامونه به بدلېږي خو پیاوړي ملتونه باید ناهیلي نه شي او پر وړاندې یې باید پر کتاب تمرکز وکړي څو «تغییر» رامنځته شي.

دی وایي، ځیني دوستان قومي او ژبني تعصبونو ته لمنه وهي خو په کار ده چې د تعصبونو پر ځای کتاب لوستلو ته مخه وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version