Pajhwok Afghan News

یوه افغان ډاکټر انګلیستان کې د «اېم‌ارسي‌پي» ازموینه کې دویم ځای خپل کړ

کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۲): د عصمت‌الله څپاند په نوم یوه افغان ډاکټر د انګلیستان «اېم‌ار‌سي‌پي» ازموینه کې د نړۍ په کچه دویم مقام په ترلاسه کولو سره د سروزرو مډال ترلاسه کړ.

د عمومي داخلې ډاکټر عصمت‌الله څپاند پژواک خبري اژانس ته وویل: «د انګلیستان شاهي کالجونه (اېم‌ار‌سي پي) د غړیتوب ترلاسه کولو په موخه مې له درېیو ازموینو څخه په لومړۍ ازموینه کې د ټولې نړۍ په کچه دویم مقام ترلاسه کړ.»

دی وايي، د دغه مقام په ترلاسه کولو سره د سروزرو مډال ګټونکی شوی او دغه مډال به د پوسټ له لارې  ورته رالېږي.

هغه زیاته کړه، کوم ډاکټران چې د اېم‌ار‌سي‌پي په درېیو ازموینو کې بریالي شي، کولای شي په انګلیستان او د نړۍ په کچه د ډاکټر په توګه کار وکړي.

دی وایي، په دغو ازموینو کې د بریا لپاره شل میاشتې چمتووالي ته اړتیا ده.

ډاکټر څپاند زیاتوي: «ما په درېېو میاشتو کې ځان ورته اماده کړ، ازموینه مې ورکړه او الحمدالله چې په کې بریالی شوم.»

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ازموینه کې هر کال په لسګونه زره ډاکټران ګډون کوي.

Views: 3196

Exit mobile version