ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اصلاحاتو کمېسیون په ٧ زونونو کې د ازموینو مرکزونه جوړ کړل

د اصلاحاتو کمېسیون په ٧ زونونو کې د ازموینو مرکزونه جوړ کړل

author avatar
5 Aug 2019 - 20:46
د اصلاحاتو کمېسیون په ٧ زونونو کې د ازموینو مرکزونه جوړ کړل
author avatar
5 Aug 2019 - 20:46

کابل (پژواک ١٤ زمرى ٩٨): د اداري اصلاحاتو کمېسیون وايي چې په کندهار، هرات، خوست، ننګرهار، بامیان، بلخ او  کابل کې د ملکي خدمتونونو په انسټیټوټ کې په پرمختللو وسایلو سمبال د ازموینې شپږ مرکزونه پرانیستل شول.

له دې کميسيون څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له دې سره سم، د لومړي ځل لپاره د درېيمو او څلورمو بستونو لپاره کمپيوټري ازموینه په دغو مرکزونو کې واخیستل شوه.

سرچينه زياتوي، د ازموینو د نویو مرکزونو جوړولو موخه د عامه خدمتونو په ادارو کې د رقابتي ازموینو سټنډرډ کول، د انساني لاسوهنې مخنیوی او د شفافیت رامنځ ته کول دي.

سرچينه کاږي، په ولایتونو کې د ازموینو مرکزونه په کابل کې د ازموینو له مرکز سره د یوه  ارتباطي واحد سیستم له لارې نښلول شوي. په ولایتي مرکزونو کې ازموینه ورکوونکي، د ازموینې له ترسره کولو مخکې، کاروونکي نومونه او پاسورډونه، کابل کې د ازموینو مرکز څخه ترلاسه کوي. کله چې په ولایتي مرکزونو کې ازموینه پیل شوه، د ازموینې پوښتنې هم کابل کې د ازموینو له مرکز څخه د ازموینې د برخه والو په واک کې ورکول کېږي. په ولایتي مرکزونو کې د ازموینو بهیر، په کابل کې د ازموینو په مرکز کې  له یوې کنټرول خونې څارل کېږي. برخه وال د ازموینې له پای ته رسېدو وروسته، له ځنډ پرته پایلې ترلاسه کوي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر احمد نادر نادري نن د کمپیوټري ازموینو د مرکزونو پرانیستو لپاره کندهار ولایت ته لاړ،  هلته یې له خلکو یې وغوښتل چې له کمېسیون سره د  اصلاحي کړنو د بریا په برخه کې مرسته وکړي.

ده وویل: «له دې وړاندې د ملکي خدمتونو بستونو د ترلاسه کولو لپاره مو باید واسطه لرلی، څوک مو پېژندلی او یا مو پیسې ورکړې وای، عاجزو، بې پیسو او بې واسطې خلکو ته ډېره سخته وه چې په ادارو کې شامل شي. نن د دغو مرکزونوله لارې، پيسو او واسطې ته اړتیا نشته او یواځې استعداد او کوم ظرفیت چې لرئ، مهم دی. نور د کمېپیوټر او ازموینې ورکوونکي ترمنځ لاسوهنه نشته.»

د کمېسیون رییس ژمنه وکړه چې د سږکال تر پایه به د هېواد په نورو ولایتونو کې له لازمو تجهیزاتو سره د ازموینو ۱۴ نور مرکزونه هم جوړ شي.

په کندهار ولایت کې د لومړنۍ کمپيوټري ازموینې برخه وال د دغې ازموینې ترسره کولو د څرنګوالي په اړه خوښي څرګندوي.

میر زمان همدرد وايي: «اوس سیستم له موږ ازموینه اخلي او د زور واکو لاس لنډ دی.»

د ازموینې بل برخه وال اغا محمد وايي چې د نویو اصلاحاتو له رامنځ ته کېدو سره له ډېرې مودې وروسته شارټ لېست شوی او تمه لري څو د خوښې وړ بست ته یې بریالی شي

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.