ژبه

د کرنې وزارت یو پلاوی چین ته تللی

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۳): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، د یاد وزارت د متخصصینو یو پلاوی د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت د تخمونو تصدیق ورکونې رییس مولوي صدیق‌الله رحماني په مشرۍ پلاوی تېره ورځ د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی.

خبرپاڼه کاږي، دغه غونډه به د لسو ورځو لپاره د چين په شي ښار کې ترسره شي او د چين د ټولو کرنيزو پروګرامونو، د دغه هېواد د لس کلن کرنيز پلان او د چين د کرنې د بدلون او پرمختګ د عواملو په اړه به په کې خبرې اترې وشي.

دغه راز، په دې غونډه کې به د کرنې برخې د کارګرانو او بزګرانو د ظرفیت د لوړولو او د کرنې په برخه کې د چین د ځان بسیاینې د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشي.

په دې غونډه کې به د پنبې، جوارو، د اوبو لګولو سیسټمونو، د اوبو لګولو د ټکنالوجۍ، جي‌ای‌اېس او اېم‌ای‌اېس او د کرنې پراختیا کې د هغو د کارولو په اړه هم خبرې وشي.

ټاکل شوې چې دغه پلاوی په چین کې له کرنیزو تاسیساتو، کرنیزو وسایلو او ماشینونو او نورو کرنیزو پرمختګونو هم لیدنه وکړي او د دوی بریالۍ تجربې افغانستان ته انتقال کړي.