کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۱۴۰۳): تېره اونۍ، لوړپوړو افغان چارواکو درېیو هېوادونو ته سفرونه وکړل، د امربالمعروف قانون په اړه بېلابېلې څرګندونې وشوې، اوایسي د نجونو د زدهکړو او کار په اړه د ا.ا پر پرېکړو د بیاکتنې غوښتنه وکړه او اروپایي ټولنې او جاپان له افغانستان سره ۲۴.۴ میلیون ډالره مرسته اعلان کړه.
د تېرې اونۍ مهم خبرونه:
- د امر بالمعروف قانون؛ د یوناما او ځینو هېوادونو اندېښنه؛ مجاهد: پر شریعت داسې اعتراضونه ګستاخي ده.
- علي بخیت: اسلامي امارت دې د نجونو زدهکړو او د ښځو کار په اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.
- د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست: د نجونو د زدهکړو په اړه د علماوو څېړنې دوام لري.
- د لوړپوړو چارواکو په مشرۍ افغان پلاوو ازبکستان، کامیرون او ترکمستان ته سفرونه وکړل
- تاشکند کې د امریکا سفیر: له افغانستانه ازبکستان ته لېږدول شوې الوتکې به ازبکستان کې پاتې شي.
- ملي دفاع وزارت: امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.
- اروپایي ټولنه او جاپان له افغانستان سره ۲۴.۴ میلیون ډالره مرسته کوي.
مرګژوبله:
تېره اونۍ په افغانستان کې نهه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.
ځايي چارواکي وايي، اروزګان کې یوه کس خپل ورور د چړې په ګوزارونو وژلی، کندوز کې یوه کس خپل دوه ماشومان وژلي، یو بل ماشوم او مېرمن یې ټپیان کړي، بادغیس کې یوې ښځې خپل خاوند او ماشوم په ډزو وژلي او کندهار کې یوه کس خپله مېرمن د چړې په ګوزارونو وژلې ده.
دغه راز، چارواکي وایي، تېره اونۍ په فاریاب کې یو ځوان د لور په ګوازونو او ناپېژانده وسلهوالو په همدغه ولایت کې یو ۵۴ کلن سړی په ډزو وژل شوي او ننګرهار کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.
یادونه: د مرګژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د مرګژوبلې کره شمېرې نه وي ښودلې.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، وړمه اونۍ په افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې شپږ کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان وو.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګژوبله اوښته.
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر قانون
د تېرې زمري میاشتې په ۳۱مه د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر قانون – چې د یوې مقدمې، څلورو څپرکو او ۳۵ مادو درلودونکی دی – د اسلامي امارت د مشرتابه له خوا له توشیح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو.
د یاد قانون تر نافذېدو وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا وویل: «دا د افغانستان راتلونکې لپاره یو ځوروونکی لیدلوری دی، چېرې چې محتسبین اختیاري واک لري چې د پراخو او کله ناکله د ناڅرګندو سرغړونو د لېست پر بنسټ هر څوک وګواښي او توقیف یې کړي، دا د افغان ښځو او نجونو پر حقونو د نه زغملو وړ محدودیتونه لا پراخوي، ان له کوره بهر د ښځو غږ په ښکاره ډول سرغړونه ګڼل کېږي.»
په اعلامیه کې راغلي چې د لومړۍ بیاکتنې له مخې، د قانون دوه مادې مثبت ګامونه دي چې یوه یې له یتیمانو سره د ناوړه چلند او بله یې د بچهبازۍ منع کول دي. یوناما له افغان چارواکو غوښتي چې له جنسي تېري د ساتلو په ګډون د ماشومانو د خوندیتوب لپاره اقدمات لا زیات کړي.
د یوناما ترڅنګ اروپایي ټولنې، د امریکا متحده ایالتونو، جرمني، کاناډا، اسټرالیا او ځینو نورو هېوادونو هم د یاد قانون په اړه اندېښنه ښودلې ده.
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه اعلامیه کې لیکلي، د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر قانون په اړه د یوناما په ګډون د ځینو جهتونو اندېښنې بېځایه دي، پر اسلامي شریعت داسې اعتراضونه د هغوی ګستاخي ده، د دغه قانون په اړه دې هيڅوک اندېښنه لري او په پلې کېدو کې یې له نرمۍ کار اخیستل کېږي.
د ښځو حقونه
تېره اونۍ، د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم وویل چې د نجونو او ښځو د زدهکړو په اړه د علماوو څېړنې دوام لري، که څېړنو کې ثابته شوه چې جایزې دي، جواز به پيدا کړي او که نه همداسې به معطل پاتې شي.
د هغه دغه څرګندونې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې او د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې له اسلامي امارته وغوښتل څو د نجونو زدهکړو او د ښځو کار په اړه پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.
بهر ته د افغان چارواکو سفرونه
تېره اونۍ، ملا عبدالغني برادر د ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان ترمذ ښار ته تللی و او هلته یې په ياده پرانیستغونډه کې ویلي، دغه مرکز د کابل او تاشکند ترمنځ د همکاریو نوی فصل دی او ورسره به په دواړو هېوادونو کې د پانګونې فرصتونه، سوداګریزې اړیکې او کاري فرصتونه لا زیات شي.
دغه راز، د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارفاوف له ملا برادر سره په ليدنه کې ویلي، تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو پراخولو په موخه چمتو دی چې د دغه هېواد له لارې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د افغانستان د تازه مېوې صادراتو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.
د راپورونو له مخې، د اذربایجان د لومړي وزیر مرستیال بیا له ملا برادر سره په لیدنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی له افغانستان او سیمې له هېوادونو سره د خپلو سوداګریزو اړیکو پراخولو په موخه د لاجوردو لاره بېرته فعاله کړي.
تېره اونۍ، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځوسمه غونډه کې د ګډون لپاره د کامیرون پلازمینې یاوندي ته تللی و او هلته یې په یاده غونډه کې وویل، ا.ا له ټولو هېوادونو د مثبت تعامل غوښتنه لري، هېوادونه دې له افغانستان سره اقتصادي او سوداګريزې ملګرتيا ته داخل شي او د ګنګل شوو شتمنیو ازادولو او د ا.ا پر مشرانو د سفري بندیزونو لرې کولو لپاره دې هڅې وکړي.
دغه راز، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هدایتالله بدري د دغه وزارت په مشرۍ یو پلاوی د ټاپي، ټاپ او ریل پټلۍ پروژوپه اړه د خبرو په موخه ترکمنستان ته ولاړ او هلته يې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د ټاپي، ټاپ، ریل پټلۍ، نوري فایبر، د نفت او ګازو او سوداګریزې راکړې ورکړې په اړه خبرې کړې دي.
د ماليې وزارت سرپرست ملا محمدناصر اخند د «يواېنډيپي» له مشر سټیفن روډریګېس سره کابل کې ولیدل او ترې ویې غوښتل چې په افغانستان کې سترې پراختیایي پروژې پيل کړي او هغه هم ژمنه کړې، هڅه کوي له یاد وزارت سره په همغږي ګټورې اقتصادي پروژې پلې کړي.
په ازبکستان کې د افغانستان د الوتکو په اړه ناندرۍ
د راپورونو له مخې، د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري مياشتې تحول پر مهال د افغانستان د هوايي ځواک ځينو پيلوټانو ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ چورلکې ازبکستان ته ولېږدولې.
د ځینو رسنیو راپور له مخې، تاشکند کې د امریکا سفیر جوناټن هېنک ویلي، له افغانستانه ازبکستان ته لېږدول شوې الوتکې او چورلکې به په هغه هېواد کې پاتې کېږي او په دې اړه له ازبکستان سره رسمي تړون شوی.
خو د افغانستان ملي دفاع وزارت د دغو څرګندونو غبرګون کې ویلي، ازبکستان کې د افغانستان اړوند الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.
دنه ویلي چې د امریکا متحده ایالات د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.
په افغانستان کې د ټيټيپي د شتون ادعا او په اړه يې د ا.ا غبرګون
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ادعا کړې وه چې تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د دغه هېواد پر وړاندې «خپل ترهګریز بریدونه» د افغانستان له خاورې تنظیموي.
خو د ملي دفاع وزارت دغه ادعا ردوي او وايي، ټيټيپي په پاکستان کې «ښکاره» مرکزونه او تر خپل واک لاندې سیمې لري او عملیات له هغه ځایه تنظیموي.
د مرستو دوام
تېره اونۍ، اروپایي ټولنې افغانستان کې د خوارځواکه افغان ماشومانو درملنې او د زدهکړو لپاره ۱۳ میلیونه یورو مرسته اعلان کړه او جاپان وايي، له افغانستان سره د کوکنارو بدیل کښت او روږدو درملنې لپاره لس میلیونه ډالر مرسته کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د خوړو نړۍوال پرګروام ویلي، په افغانستان کې تر یو میلیون زیاتې میندې او ماشومان د دغه پروګرام د بودجې کموالي له امله له مرستو بېبرخې شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن